د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ملي سرود ته د طالبانو د ډیپلومات له 'بې احترامۍ' وروسته اسلام اباد کابل ته شکایت کړی


په پېښور کې د طالبانو د حکومت سرپرست سرقونسل حافظ محب الله او يو بل طالب چارواکی د پاکستان ملي سرود ته ندي درېدلي او پاکستان دا کار "بې احترامي" بللې ده.
په پېښور کې د طالبانو د حکومت سرپرست سرقونسل حافظ محب الله او يو بل طالب چارواکی د پاکستان ملي سرود ته ندي درېدلي او پاکستان دا کار "بې احترامي" بللې ده.

د پاکستان مقاماتو ویلي چې په پېښور کې د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان ملي سرود ته د طالبانو د سرقونسل د نه درېدو وروسته یې کابل ته شکایت کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې د پیښې په تړاو په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافیر احمد شکیب احضار کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د سپتمبر په ۱۷مه (وږي ۲۷) د پاکستان د حکومت له خوا په پېښور کې د اسلام د پیغمبر د زوکړې د کلیزې په مناسبت د "رحمت اللعالمين کنفرانس" جوړ شوی وو چې د خيبر پښتونخوا ایالت د اعلی وزير علي امين ګنډه پور او نورو پاکستانيو چارواکو تر څنګ په پېښور کې د طالبانو د حکومت سرپرست سرقونسل حافظ محب الله شاکر هم پکې ګډون کړی وو.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان د ملي سرود د غږېدو پر مهال په تالار کې ناست ټول کسان د ملي سرود د درناوي لپاره ودریدل، خو شاکر او له هغه سره ناست يو بل طالب چارواکی د سرود تر پايه پر خپلو څوکيو ناست ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د ګاونډي هېواد ملي سرود ته دا ډول بې احترامي د ډیپلوماتیکو نورمونو خلاف کار بللی دی.

په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې شاکر ځکه د پاکستان ملي سرود ته له درېدو ډډه کړې چې په سرود کې موسیقي وه او که له موسیقۍ پرته ملي سرود غږېدلی وای، نو هغه به یې د احترام لپاره درېدلی وای.

طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، له شریعت څخه د خپل تفسیر له مخې، د موسیقۍ په غږولو بندیز لګولی دی.

په کابل کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې، د افغانستان او پاکستان اړیکې خړې پړې شوي دي. اسلام اباد تور لګوي چې د کابل نوي واکمنان د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.

دا مطلب د اسوشیتد پرس اژانس د معلوماتو پراساس چمتو شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG