د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ترافیکي پېښې له امله ۷ تنه مړه شوي ۷۰ ټپیان دي


طارق ارین وویل چې د پېښې ټول قربانیان مسافر دی او ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي
طارق ارین وویل چې د پېښې ټول قربانیان مسافر دی او ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي

افغان چارواکي وایي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنه مسافر مړه شوي او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن سې شنبه اپرېل ۲۷ (غوايي ۷) خبریالانو ته وویل چې دغه پېښه د کابل په «ارغندۍ» سیمه کې د دوو ۴۰۴ مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې د پېښې ټول قربانیان مسافر دی او په وینا یې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړه چې (پولیس ترافیک) سیمې ته رسېدلي او د پېښې ټپیان یې روغتون ته انتقال کړي دي.

طارق ارین په پېښه کې د ټپي شوو کسانو د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویلي، خو د راپورونو له مخې د ځينو ټپیانو حالت خراب ښودل شوی دی.

څلور ورځې مخکې د کابل ـ کندهار د لویې لارې پر سر په زابل ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنه مسافر وژل شوي وو او ۱۰ تنه نور ټپیان شوی وو.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی تر ډيره حده د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارې خرابولی او د لارې په اوږدو کې د ترافیکي نښو نشتوالی بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG