د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ انډیز سره د ټسټ لوبې لپاره افغان لوبډله اعلان شوه


دا د افغان لوبډلې لومړنۍ ټسټ لوبه ده چې محمد نبي پکې نشته.
دا د افغان لوبډلې لومړنۍ ټسټ لوبه ده چې محمد نبي پکې نشته.

د افغانستان کرکټ بورډ د افغان لوبغاړو هغه نوملړ اعلان کړ چې د ویسټ انډیز لوبډلې پر وړاندې به د یواځینۍ ټسټ لوبې کې ولوبیږي.

ټاکل شوې چې یادې لوبډلې د روانې زیږدیزې میاشت په ۲۷مه د هند په لکنو ښار کې سره سیالي وکړي.

د افغانستان سکواډ کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ نور لوبغاړي هر یو رحمت شاه، ابراهیم ځدراڼ، جاوید احمدي، احسان الله جنت، اصغر افغان، افسر ځاځی، ناصر جمال، اکرام علي خېل، قیس احمد، کریم جنت، نجات مسعود، حمزه هوتک، یمین احمدزی او ظاهر خان شامل دي.

د کرکټ بورډ په وینا سید شېرزاد او حشمت شهیدي د ټپ له امله په سکواډ کې نه دي راغلي.

دا د افغان لوبډلې لومړنۍ ټسټ لوبه ده چې محمد نبي پکې نشته. نبي تېره میاشت له ټسټ لوبو استعفا ورکړه او علت یې ځوانانو ته چانس ورکول ویلي و.

دا د افغانستان درېمه ټسټ لوبه ده. له دې مخکې افغانستان له هند او ایرلنډ سره ټسټ لوبې درلودې چې هند ته یې وبایلله او له ایرلنډ نه یې وګټله.

روانې میاشتې کې افغانستان د ویسټ انډیز نه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله او د پنځوس اوریزو لوبو لړۍ یې وبایلله.

XS
SM
MD
LG