د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او ایرلنډ د جنوري په ۲۴ دویمه لوبه کوي


د افغانستان او ایرلنډ د یوې ورځینیو لوبو دویمه لوبه د روانې جنوري میاشتې په ۲۴ ترسره کیږي.

افغان لوبغاړو پرون پنجشنبه جنوري ۲۲ (سلواغه ۲) په لومړۍ لوبې کې ایرلنډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی بیټنګ وکړ چې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره یې د نهو ویکټو په سوزېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۸۸ منډو هدف وټاکه.

ایرلنډ بیا د هدف پوره کولو لپاره پوره پنځوس اوروه ولوبول او د نهو لوبغاړو په سوزېدو یې یوازې ۲۷۱ منډې جوړې کړې.

پر دې بنسټ افغانستان د روان سریز لومړنۍ لوبه وګټله او لس نمرې یې ترلاسه کړې.

د افغانستان لوبډله به نن او سبا دمه وکړي او یوه وروځ وروسته به خپله دویمه لوبه پیل کړي.

  • دویمې لوبې ته د افغان لوبغاړو چمتوالی

په لومړۍ لوبې کې د رحمن الله ګربز سلیزې افغان لوبډله بریا ته ورسوله. دا د ګربز لومړنۍ نړیواله یوه ورځینۍ لوبه وه.

د کرکټ نړیوالې شورا د لوبې غوره لوبغاړي رحمن الله ګربز سره د هغه پښتو مرکه خپره کړې.

ګربز په دغې لوبې کې ویلي چې افغانستان ته یې د ایرلنډ پر خلاف ښه پیل ورکړی او هیله لري چې راتلونکې لوبې هم وګتي.

له بلې خوا په لومړۍ لوبه کې د رحمن الله ګربز دغه ریکارډ به خواله رسنیو کې د یو لړ ستاینو سبب شوی.

د کرکټ ګڼو مینه والو پر فیسبوک دا تبصرې کړي چې افغانستان په کرکټ کې په کافي اندازه ځوان استعدادونه لري او له دغه ظرفیت نه باید کار واخیستل شي.

افغانستان او ایرلنډ د پنځوس اوریزو سیالیو په لړۍ کې مساوي و چې هرې لوبډلې د یو بل پر وړاندې ۱۳ لوبې ګټلې وې خو پرونۍ لوبې دغه بلانس له منځه یوړ.

په پام کې ده چې د روانې جنورۍ په ۲۶ د روان سریز دریمه لوبه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG