د لاس رسي وړ اتصالات

اصغر ستانکزی د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم نوی کپټان شو


اصغر ستانکزي تر اوسه د افغانستان لپاره په ۴۳ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې هم ګډون کړی دی او ددې ترڅنګ یې په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې هم لوبیدلی دی.
اصغر ستانکزي تر اوسه د افغانستان لپاره په ۴۳ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې هم ګډون کړی دی او ددې ترڅنګ یې په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې هم لوبیدلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي ټیم د کپتان محمد نبي عیسي خیل له استعفا وروسته، اصغر ستانکزی د نوي کپتان په توګه وټاکه، او د ملي لوبډلې د غړو نوملړ یې هم اعلان کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې راتلونکې میاشت به له سکاتلند سره د انترکانتیننتل لوبې ترسره کړي، نو له همدې کبله یې د نوي کپتان ترڅنګ د لوبډلې نوملړ هم اعلان کړ چې پکې تازه څیرې هم لیدل کیږي.

اصغر ستانکزی وایي که څه هم د کپتانۍ دنده خورا مسولیت لري‌، خو د نبي او نوروز منګل له تجربو به ګټه اخلي او هیله لري چې وکولای شي ملي لوبډله په سمه لار یوسي.

اصغر وايي که چیرته زما له کپتانۍ سره لوبه خرابیده او ټیم ورسره خرابیدو نو زه به له دوو ، دریو سفرونو څخه وروسته ووایم چې ډیره مننه زه چې تاسې په ما اعتبار وکړ ، لکه څنګه چې نبي پریښوده نو زه به یې هم پریږدم او که چیرته ښه روان وو ، نو انشاالله کوشش به کوو چې دا کرکټ ښه کړو.

د اصغر ستانکزي ژوند او لوبه

اوه ویشت کلن اصغر ستانکزی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له لومړنیو لوبغاړو څخه شمیرل کیږي چې د ملي لوبډلې په ټولو ټورنمنټونو کې یې برخه اخیستې منځنی ښي مټی توپ وهونکی دی د کابل د سروبي ولسوالۍ د جیګدلک اصلی اوسیدونکی دی او د کرکټ لوبه یې په پاکستان کې د کډوالۍ په موده کې زده کړې ده.

اصغر ستانکزی د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تجربه لرونکو لوبغاړو بلل کیږي او په آسیايي‌ وروستي کپ کې اصغر ستانکزی هغه بیټست مین وو چې په ښې لوبه یې له بنګلدیش نه لوبه وګټله او دا لومړی وار وو چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په یو ورځینۍ لوبه کې یو ټست هیواد ته ماتې ورکړه.

اصغر ستانکزي تر اوسه د افغانستان لپاره په ۴۳ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې هم ګډون کړی دی او ددې ترڅنګ یې په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې هم لوبیدلی دی.

د ملي لوبډلې لوبغاړي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمیر لوبغاړي په دې باور دي چې په اوس وخت کې د لوبډل مشر یا کپټان په توګه د اصغر ستانکزي ټاکل یوه ښه ګام دی. د ملي لوبډلې غړی افسر ځاخي امریکا غږ ته وویل چې ستانکزی ښه تجربه لري او او به کولای شي په سمه توګه به خپل کار سرته ورسوي.

د کرکت بورډ پلان

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په تیرو نیمګړتیاوو به کار کوي تر څو وکولای شي‌ په راتلونکو لوبو کې ملي لوبډله ښه وځلیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق ستانکزی وايي‌ چې په یوه درې کلن پلان کار کوي چې له مخې یې د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ ته تیارۍ او ټست کرکټ ته لار پیدا کول پکې شامل دي.

راتلونکې لوبې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نږدې یوه میاشت وروسته په سکاتلند کې له کوربه هیواد سره د انترکانتیننتل کپ سیالیو ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورد وايي چې دغه سیالۍ دوی لپاره زیاتې مهمې دي او تمه ده چې ملي لوبډله وکولای شي په دغو سیالیو کې ښې لوبې ترسره کړي او ډک لاس هیواد ته راستانه شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق ستانکزي په وینا د سکاتلند لوبډلې ته په کتو یې افغان لوبډله ټاکلې ده.

له دغو سیالیو څخه وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د جون په میاشت کې په آیرلند او سکاتلند کې د ۲۰۱۶ کال شل اوریزو سیالیو د غوراوۍ په سیالیو کې هم برخه واخلي.ټاکل شوې چې د ۲۰۱۶ کال شل اوریزې سیالۍ د هندوستان په کوربه توب ترسره شي.

د ملي ټیم نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ له سکاتلند سره د سیالیو ترسره کولو په هدف د ملي لوبډلې نوی نوملړ هم اعلان کړی چې څه نا څه بدلون پکې لیدل کیږي.

اصغر ستانکزی کپتان ، جاوید احمدي مرستیال کپتان ، همدا شان د ملي لوبډلې لپاره نور لوبغاړي په دې ډول دي، نبي عیسی خیل ، نوروز منګل ، سمیع الله شینواری،رحمت شاه ، حشمت الله شهیدي ، نجیب ځدراڼ ، ناصر جمال ، محب الله اوریاخیل ، میرویس اشرف،عزت الله دولتزی،فرید ملک ، سید شیرزاد، یمین احمدزی ، دولت ځدراڼ ، حمزه هوتک ، شرف الدین اشرف،شبیر نوري ، افسر ځاخی او شهزاد محمدي شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي‌ چې په کابل او ننګرهار کې به له ۱۵ ورځو تمرینونو څخه وروسته له دغه نوملړ څخه ۱۴ کسیزه لوبډله وټاکي.

د کرکټ ډیپلوماسي

د افغانستان کرکټ بورډ تمه لري‌ چې په هندوستان کې ورته کورنی لوبغالی برابر کړای شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي په نږدې ورځو کې هندوستان ته د افغانستان د جمهور ریس محمد اشرف غني په سفر کې دوی تمه لري چې له هندي چارواکو څخه له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وشي.

کرکټ بورډ وايي که چیرته ورته د هند لخوا مثبت ځواب ورکړل شي ، نو دا به د افغانستان د کرکټ د بریا لپاره ښه زیری وي.

په ورته وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال کرکټ کپ په جریان کې یې هم د کرکت لوبې له یو شمیر بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونه سره خبرې کړي دي چې له افغانستان د کرکټ د لوبې په برخه کې همکاري وکړي.

افغانستان په داسې وخت کې په هندوستان کې د کورني لوبغالي غوښتنه کوي چې اوس مهال په عربي متحدو اماراتو کې افغانستان کورنی لوبغالی لري چې د تمرینونو او لوبو لپاره یې کاروي.

XS
SM
MD
LG