د لاس رسي وړ اتصالات

پخواني افغان چارواکي په بهر کې په میلیونونو ډالر شتمنۍ لري– وال‌ سټریټ ژورنال 


د دوبۍ ښار یوه څنډه
د دوبۍ ښار یوه څنډه

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د افغانستان د پخواني حکومت لوړپوړي چارواکو په وروستیو کلونو کې او په هیواد کې د طالبانو واکمنیدو څخه وړاندې، په میلیونونو ډالر په متحده ایالاتو، ترکیې، متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو کې د شانداره کورونو په اخیستلو لګولي دي.

ددې رسنۍ د رپوټ په اساس چې د متحده ایالاتو د عامه اسنادو، مرکو او نورو مدارکو په بنسټ برابر شوی د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ته د نژدې کړۍ زیات شمیر څیرې او همداشان پخواني جهادي قوماندانان او د افغانستان د ملي شورا پخواني غړي د هیواد څخه بهر شانداره ژوند لري.

ددې رپوټ موندنې ښیي چې په متحده ایالاتو کې د املاکو شرکتونو د مدارکو په اساس د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر اکلیل حکیمي یواځې د کالیفورنیا په ایالت کې ۱۰ جایدادونه اخیستي دي چې ددغو جایدادونو مجموعي ارزښت څه دپاسه ۱۰ میلیون ډالر دی.

رپوټ وایي د افغانستان د مالیې وزارت څخه د ښاغلي حکیمي له ګوښه کیدو وروسته هغه د خپلې میرمنې سلطانه حکیمي سره یوځای په متحده ایالاتو کې خپل اته جایدادونه "زلا ګروپ" په نامه شرکت په نوم کړي چې دغه شرکت د میرمن سلطانې دی.

د وال سټریټ ژورنال په رپوټ کې راغلي چې ښاغلي حکیمي ددې رسنۍ ایمیلونو ته او په امریکا کې د هغوی د جایدادونو په اړه موندنو باندې تبصره نده کړې. ښاغلي حکیمي تر اوسه د نظر د څرګندولو لپاره د امریکاغږ تماسونو ته هم ځواب ندی ویلی.

ددې ورځپاڼې د رپوټ په اساس د افغانستان د حکومت د مالیې وزارت پخواني سرپرست خالد پاینده، د واشنګټن ډي سي ښار ته څیرمه دوه کورونه اخیستي چې ددغو دوو جایدادونو مجموعي ارزښت د املاکو د اخیستلو د یوې ویبپاڼې د اټکل په اساس څه دپاسه یو میلیون ډالرو ته رسیږي.

ښاغلی پاینده چې امریکا ته له راتګ وروسته د خپلې کورنۍ د معشیت لپاره یو څه وخت اوبر چلاوه، وال سټریټ ژورنال ته په یو جوابیه ایمیل کې لیکلي چې "د یو کور درلودل [چې میاشتنی قسط ورکوي] او کرایي کور حتمي په دې معنی ندي چې تاسې د نغدي جریان له مشکلاتو سره مخامخ نه شئ."

په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د پخواني حکومت د ولسمشر لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم هم د ترکیې د پلازمینې انقرې په یوه اشرافي ساحه کې یوه شانداره ماڼۍ لري. رپوټ وایي په ترکیه کې د ښاغلي دوستم ددغه جایداد د اخیستلو وخت څرګند ندی او د هغه ویاندویانو د وال سټریټ ژورنال پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

دغه امریکایۍ ورځپاڼه د دوبۍ د املالکو د سوابقو په اساس په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د پخواني حکومت د مقاماتو له خوا د مجللو کورونو له اخیستلو پرده پورته کړې ده.

په رپوټ کې راغلي چې د افغانستان د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور، د دوبۍ ښار په مشهورې مریانا دوبۍ ساحه کې یو اپارتمان اخیستی دی. ښاغلي مستور ژورنال ته ویلي چې دغه جایداد یې دمخه تر هغه چې د اقتصاد وزیر شي اخیستی دی.

ښاغلی مستور چې اوس د ترکیې په استانبول ښار کې په خپل شخصي اپارتمان کې ژوند کوي او د جمهوریت له سقوط څخه څو میاشتې دمخه یې اخیستی دی د وال سټریټ ژورنال ته ویلي: "هیڅ څیز پټ ندی. دا په دوبۍ کې زما یواځنۍ پاګونه ده."

په همدې ترتیب سره دغې امریکایي ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور، همدا اوس د دوبۍ په مشهورې قیمتي ساحې "پام" ښار کې ژوند کوي. د ښاغلي عطا یو ویاند وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې دغه اپارتمان د افغانستان څخه بهر ددغه پخواني مقام یواځنۍ شتمني ده.

دا پداسې حال کې دي چې تیره اونۍ د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت د پرزیدو په درشل کې د جمهوري ریاست څخه د پنځه میلیون ډالرو او د ملي امنیت د ریاست د ۷۰ میلیون ډالرو عملیاتي پیسو په ګډون د افغانستان د مختلفو ادارو څخه په لسګونو میلیونو ډالر ورک شوي او تر اوسه ددغو ورکو شویو پیسو هیڅ درک ندی لګیدلی.

د سیګار په رپوټ کې راغلي، هغه ادعا چې ګواکې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد نه د وتلو پر وخت څه دپاسه ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي، "له حقیقت نه لرې'' خبره بریښي. پدې رپوټ کې ویل شوي: "که څه هم چې سیګار موندلي چې د جمهوري ریاست له ماڼۍ څخه یو شمیر نغدې پیسې په هغوهیلیکوپترونو کې بار شوي چې [غنی او ملګري یې ] په کې سپاره وو، شواهد ښیي چې دغه پیسې د یو میلیون ډالرو څخه زیاتې نه وې او ښایي نژدې ۵۰۰ زره ډالر به وو."

XS
SM
MD
LG