د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش (سیګار) په تازه راپور کې ویلي داسې ښکاري چې په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې وایي مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل څخه د تیښتې په وخت د ځان سره ۱۶۹ میلیون امریکایي ډالر وړي.
سیګار په خپل لومړني راپور کې چې د کانګرس جګپوړو دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ته یې استولی، ویلي چې په هغو هیلوکوپترو کې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني، میرمن یې او نور جګپوړي چارواکي ورسره و، د ۵۰۰ سوه زره امریکایي ډالرو څخه ډیر ندي لیږدول شوي.
په ښاغلي غني او جګپوړو سلاکارانو یې دا تور لومړی په کابل کې د روسیې سفارت ولګاوه. سفارت د (RIA) خبري اژانس ته ویلي و چې مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د هیواد څخه د وتلو پر مهال د ځان سره څلور موټر او یوه هیلوکوپتر د نغدو پیس څخه ډکه کړې وه او د دې امریکایي ډالرو اندازه یې په اټکلي توګه ۱۶۹ ملیونه ښودلې وه.
خو د سیګار په لومړنیو تحقیقاتو کې معلومه شوې چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط پر مهال د مختلفو دولتي ادارو څخه لسګونه میلیون ډالر ورک شوي او تر اوسه یې هیڅ درک ندی معلوم.
د سیګار پدې راپور کې د شاوخوا ۷۰ ملیون هغو ډالرو یادونه شوې چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست عملیاتي څانګې پیسې وې او د مخکني حکومت چارواکو ویلي چې پدې پیسو د طالبانو ضد ملیشو ته وسلې او نور امکانات برابریدل.
د افغانستان د مخکني حکومت یو بل چارواکي سیګار ته ویلي کومه ادراه چې ده یې مشري کوله او تقریباً ۳۹ میلیون ډالر یې په حساب کې درلودل، د کابل د سقوط څخه څو اوونۍ وړاندې دوه بیلو ډلو پرې فشار راوړی و.
دې چارواکي ادعا کړې چې یوې ډلې ګواښلی و چې هغه شخص د مالي چارو د مسؤل په توګه وګماري چې هغوي یې غواړي. دې چارواکي ویلي یو ځل د همدې ډلو څخه یوې یې ورته وړاندیز کړی و چې د هغوی د خوښې شخص دې وګماري او په بدل کې به یې ورته۲۰ میلیون ډالر ورکوي.
په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم تور لګولی و چې ښاغلي غني پېسې اېستليدي، خو د کابل څخه تر وتلو یوه میاشت وروسته په یوې اعلامیې کې ښاغلي غني دغه تورونه "په بشپړه توګه رد او هغه یې ناسم" وبلل. محمد اشرف غني ویلي و چې پدې باب هر ډول پلټنو ته چمتو دی.
د سیګار په راپور کې ویل شوي چې پخپله ظاهر اغبر چې په لومړي سر کې یې د روسیې د ادعا ملاتړ کړی و، د تحقیق کوونکو سره د خبرو کولو څخه یې ډډه وکړله او هم یې د خپلې ادعا لپاره شواهد وړاندې نکړل.
د سیګار پدې تازه راپور کې د ښاغلي غني څخه هیڅ ډول سپیناوی ندی اخیستل شوی او تر اوسه یې پدې هکله یو لړ پوښتنو ته هم ځوابونه ندي ویلي.
د سیګار په راپور کې استدلال شوی چې په څلورو هیلوکوپترو کې چې درې یې د ارګ او یوه یې د کابل د نړیوال هوایي ډګر څخه ازبیکستان ته روانه شوې وه، داسې امکان یې نه و چې هغومره پیسې دې پکې ځای پر ځای شوې وی چې روسیې یې ادعا کړې وه.
د سیګار په راپور کې معلومه شوې چې د دې هیلوکوپترو لپاره د ۱۶۹ ملیون ډالرو لیږدول چې روسیې ادعا کړې وه آن پکې د ۵۴ سپرو کسانو لیږدول درانه و ځکه چې ځینې هیلوکوپترې د جمهور رئیس د محافظت په خاطر د مرمۍ ضد شوې وې. په راپور کې ویل شوي چې دومره ډیر ډالر که د سلو بانک نوټونه هم وي، وزن یې دوو ټنو ته رسیږي او په څلورو هیلو کوپترو کې یې لیږدول د امکان څخه لیرې خبر ده.
سیګار وايي دا راپور د افغانستان د مخکني حکومت د شاخوا ۳۰ جګپوړو چارواکو سره د مرکو پر اساس برابر کړی چې په ارګ کې یې مهمې دندې درلودې، یا ښاغلي غني ته نږدې و او یا یې هم په امنیتي او دفاعي ادارو کې کار کاوه.
د دې راپور په یوې برخې کې راغلي چې د غني او ملګرو تر وتلو وروسته یې په ارګ کې څه کم پنځه میلیون ډالر پاتې و چې د سیګار د راپور پر اساس دا پیسې د جمهوري ریاست د محافظت ځانګړې قطعې پي پي ایس ته په لاس ورغلې وې او د ویش پر سر یې د هغوي تر منځ جنجال هم راغلی و.
سیګار لیکلي چې د پي پي ایس کار کوونکو دا پیسې د جمهور رئیس په ځانګړو موټرو کې ځای پر ځای کړې او کوښښ یې کاوه د هغې دروازې د لارې یې بهر ته وباسي چې د آریانا څلور ته وتلې خو کله چې د ارګ محافظینو د پي پي ایس د کار کوونکو د وتلو مخه ونیوله هغوي ته یې ویلي و چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ساتنې لپاره ګمارل شوي.
د حکومت ځینو پخوانیو چارواکو د سیګار سره په مرکو کې ویلي چې دا پنځه میلیون ډالر د ښاغلي غني و خو ځینو نورو بیا ویلي چې د هغو پیسو څخه پاتې وې چې عربي متحده اماراتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره مخکني جمهور رئیس ته ورکړې وې.
سیګار د خپل راپور په نتیجه ګیرۍ کې لیکلي چې د دې پنځو میلیون ډالرو په ګډون، لسګونه میلیون نور ډالر د ملي امنیت د ریاست څخه د کابل د سقوط پر وخت بې درکه شوي خو د سیګار په راپور کې ویل شوي چې پدې ندي توانیدلي ددې پیسو دقیقه اندازه معلومه کړي.
د ځانګړي مفتش دفتر لیکلي چې دا یې لومړنی راپور دی او د وروستي راپور لپاره لا هم د معلوماتو په راټولولو اخته دي.