د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې یو اړخیز اوربند پیل شو


افغان حکومت د روژې له ۲۷مې د اختر تر ۵مې اوربند اعلان کړې
افغان حکومت د روژې له ۲۷مې د اختر تر ۵مې اوربند اعلان کړې

په ننګرهار کې چارواکو امریکاغږ ته وویل د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې نن جګړه نه ده شوې.

د مقاماتو په وینا نه په امنیتي ځواکونو برید شوی او نه حکومتي قواو په طالبانو برید کړې.

په سیمه کې د اشناتلویزیون د خبریال ذبیح الله غازي په وینا حکومتي سرتیرو د سه شنبې سهار په ډیرو هیلو او د اوربند له غږ سره پیل کړ.

د افغانستان حکومت د روژې میاشتې له اوویشتمې (۲۷) پیل او د کوچني اختر تر پنځمې (۵) پورې د اوربند اعلان کړې، او طالبانو د اختر په اولو دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړې، خو سره لدې چې د اوربند ورځې ډیرې کمې ښکاري، بیاهم ډېر خلک دغه چاره د سولې د راتګ نښې ګڼي.

XS
SM
MD
LG