د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: میلیونونه افغان ماشومان له خپلو حقونو محروم شوي


افغان ماشومان
افغان ماشومان

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي" یوناما" وايي، د افغان ماشومانو د ژوند د ښه کیدو په برخه کې د پرمختګونو سره سره اوس هم ماشومان په دغه هیواد کې د جګړو، تاوتریخوالي او جنسي زورزیاتي اصلي قربانیان دي.

نن سې شنبه ( لیندۍ ۱۰ مه) د بشري حقونو نړیواله ورځ ده، سږکال دا ورځ "ځوانانو د بشري حقونو لپاره راپورته شئ" تر سرلیک لاندې د نړیوال کمپاین په ترڅ کې په نړۍ کې لمانځل کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي"یوناما" په یوه اعلامیه کې بشري حقونو ته د افغان ماشومانو نه لاس رسي له امله اندیښنه ښودلې ده.

"یوناما" ویلي، په افغانستان کې د روان۲۰۱۹میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ماشومانو د قانون د تصویب په ګډون، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته د هلکانو او نجونو د لاسرسي په ګډون یو لړ پام وړ پرمختګونو شوي، خو د دغو پرمختګونو سره سره لاهم په میلیونونو افغان ماشومان له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي.

دا اعلامیه وايي"په دې کې د ژوند کولو حق، زده کړو او روغتیایي خدماتو ته د لاس رسي حق، د تفریح حق او بشپړې وړتیا ته د هغوی د رسیدو لپاره د پرمختیا حقونه شامل دي."

بیان وايي، چې ماشومان لاهم پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو کې د بریدونو له منفي اغیزو سره او په نا مناسب ډول د جګړې له پاتې ناچاوده توکو صدمه ویني او په جګړه کې د ښکیلو اړخونو له خوا له استخدام او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

یوناما وايي:"پردې سربېره به د بشري حقونو د ودې او د وسله والو ډلو په لیکو کې د ماشومانو د جذبولو په تور د ماشومانو ساتل کیدونکو ځایونو په ګډون له توقیف ځایونو څارنې ته دوام ورکوي. یوناما موندلې چې د لویانو په پرتله دغه ډول ماشومان په لویه کچه له ځورونې او ناسم چلند سره مخامخ دي".

د ماشومانو د حقونو خوندیتوب قانون

"یوناما" د بشري حقونو څخه د میلیونونو افغانانو ماشومانو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندنې کړي، چې افغانستان ولسي جرګې په تیرو نږدې دوه لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د حقونو د ساتنې قانون تیره ورځ ( لیندۍ ۱۸مه) د رایو په اکثریت تصویب کړی دی.

دغه قانون چې په ۱۳۹۵ کال کې د کابینې لخوا تایید شوی وو، خو په قانون کې د ماشومانو ته د ۱۸ کلنۍ عمر د ټاکلو په سر د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې د مخالفت له امله دا قانون د پارلمان په تیرو دورو کې تصویب نشو.

په قانون کې راغلي چې له اتلسو کلونو څخه دټیټ عمر لرونکي انجونې او هلکان ماشومان ګڼل کیږي، چې باید سرپرستي او پالنه یې وشي.

XS
SM
MD
LG