د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: افغانستان کې معارف او روغتیا له گواښ سره مخ دي


ملګري ملتونه وایي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د زده کړو نه زیات شمېر ماشومان هم محرومه شوي دي.
ملګري ملتونه وایي په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د زده کړو نه زیات شمېر ماشومان هم محرومه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما او یونیسف ګډ راپور ښيي، چې ۲۰۱۵ م کال د افغان ماشومانو لپاره ښوونې او روغتیا ته د لاسرسي له پلوه تر وړم کال خورا خطرناک کال و او د ٢٠١۴ کال په پرتله په کې ۱۸۲ سلنه ګواښونه زیات وو.

د یوناما او یونیسف په دې ګډ راپور کې چې نن خپور شو، راغلي دي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې دغو دواړو ادارو په ګډه ۱۲۵ داسې پیښې ثبتې کړي چې روغتیا ته یې د ماشومانو لاسرسی تر سختو ګواښونو لاندې راوستی و.

پدغه کال کې د روغتیا په برخه کې ماشومانو ته ګواښونه او نه لاس رسی د ناامنیو له امله د ۲۰۱۴ کال په پرتله زیاتوالی ښيي، په ۲۰۱۴ کال کې ۵۹ داسې پېښې ثبتې شوي وې چې د ماشومانو لاسرسی یې روغتیايي خدمتونو ته محدود وه.

د یوناما او یونیسف راپور وايي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۲۰ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ۴۳ ټپيان شوي، ۶۶ تښتول شوي دي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د زده کړو نه زیات شمېر ماشومان هم محرومه شوي دي، یوناما او یونیسف وايي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې دغو دواړو ادارو ۱۳۲ داسې پېښې ثبتې کړي چې ماشومان یې له زده کړو محروم کړي دي.

دا راپور وايي ۱۱ د پوهنې کارکوونکي وژل شوي، ۱۵ ټپيان شوي او ۴۹ تښتول شوي دي، چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله یو څه زیاتوالی ښيي.

د یوناما او یونیسف دا راپور وايي، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ناامنیو له امله ۳۶۹ ښوونځي تړل شوي او ۱۳۹ زره زده کوونکي له زده کړو محروم شوي او ۶۰۰ ښوونکي ښوونځيو ته له تګ ګرځول شوي دي.

یوناما وايي، د ناامنیو له امله په خطر کې د ماشومانو ۲۵۷ ثبتې شوې پېښې چې روغتیا او زده کړو ته د ماشومانو لاس رسی محدود کړی، د ۲۰۱۴ کال په پرتله ۱۸۲ په سلو کې زیاتوالی ښيي، پدغو ګواښونو کې په مرګ، ویره، د یرغمل نېونې پېښې شاملې دي.

په راپور کې د یوناما د مشر نیکولاس هیثم له قوله ویل شوي، چې دا ډاکټرانو، نرسانو او ښوونکو ته هیڅ د منلو نده، چې د جنګ د اړخونو له لوري د خپلو اهدافو لپاره وکارول شي.

په راپور کې په افغانستان کې د یونیسف د مشر اکهیل آییر له خولې ویل شوي، چې ۲۰۱۵ کال کې ماشومان د ناامنیو له امله له سخت وضعیت سره مخ وو، سره له دې چې دا ماشومان فقر هم په دوامداره توګه ځپي.

یوناما او یونیسف په جګړه کې له ښکیلو غاړو غوښتي، چې د ماشومانو حقوق په نظر کې وساتي او له روغتیايي خدمتونو او زده کړو یې محروم نه کړي.

XS
SM
MD
LG