د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سکاټلینډ کرکټ ملي ټېم سره د انټرکانټیننټل کپ د سیالیو د ترسره کولو په هدف سکاتلند ته روان شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ ملي لوبډله به د سکاټلینډ سره د جون په ۲ نیټه څلور ورځینۍ لوبه ترسر کړي چې تر جون پنځمې نیټې پورې به دوام وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د سکاټلینډ په مقابل کې د لوبیدو په هدف یوه ۱۴ کسیزه ډله د کپتان اصغر ستانکزي په مشرۍ ټاکلې، چې یو شمیر تجربه کار او نور ځوان لوبغاړي پکې شامل دي. همداشان ویکټ ساتونکی محمد شهزاد محمدي هم بیرته ملي ټیم ته راستون شویدی.
د افغانستان کرکټ ټیم به دې سفر کې اول انگلستان ته ځي او د تمریني لوبو نه پس به سکاټلینډ ته لاړ شي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم چې کله د سکاټلینډ نه راستون شي، نو سمدستي به بیا د سکاټلینډ او ایرلینډ په لور د بل سفر تابیا هم نیسي. په دغه راتلونکي سفر کې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د ٢٠١٦ کال د شل اوریز جام دپاره کیدونکو کوالیفاینگ یا ازمیښتي سیالیو گډون کوي.
افغانستان د کرکټ د نړیوال جام په سیالیو کې
افغانستان دې نه مخکې هم د کرکټ د شل اوریز لوبو په دریو جامونو کې یعنی په ٢٠١٠ کال کې ویسټ انډیز، په ٢٠١٢ کال کې په سريلنکا او په ٢٠١۴ کال کې په بنگله دیش کې ډون کړی و.
افغانستان په دې تیرو دریو جامونو کې د اولې درجې د کوم ټیم نه سیالي نه ده گټلې. خو د خپلې سوېې ټیمونو په لیست کې له ایرلینډ نه وروسته په پورتنیو دوه ټیمونو کې یې تل ځای نیولی.
د کرکټ راتلونکی شل اوریز جام کال ٢٠١٦ د مارچ او اپریل په میاشتو کې هند کې کیدونکی دی. دغه جام کې به دا ځل شپاړلس ټیمونه برخه اخلي. چې دې کې به د دایمي لسو غړو نه علاوه شپږ ټیمونه د کوالیفاینگ راونډ نه پس د گډون فرصت ترلاسه کوي.
د ټورنمنټ مهال ویش
د دې فرصت ترلاسه کولو دپاره به د کرکټ د نړۍ د دویمې یا ایسوشیټ او دریم درجې ایفلیټ څوارلس ټیمونه په دوو گروپونو کې د یو بل سره مسابقې کوي او د سر شپږ ټیمونه به د هند شل اوریز جام کې لوبیږي.
دغه سیالۍ به د جولايي د نهمې نه تر شپږویشتمې نیټې پورې د سکاټلینډ او ایرلینډ د هیوادونو په اتو میدانونو کې تر اتلسو ورځو پورې ترسره کیږي، چې ټولې ٥١ سیالۍ کیږي.
افغانستان په دې ټورنامنټ کې په ب گروپ کې دی چې ورسره متحده عربي امارات، سکاټلینډ ،هالینډ، کاناډا ،کینیا او عمان هم شامل دی.
په الف گروپ کې د شل اوریز سیالیو د کوالیفاینگ راونډ د تیرو دوو دورو قهرمان ټیم ایرلینډ په سر کې دی چې ورسره د نیپال، هانگ کانگ، پپوا نیوي گني، نامیبیا ،جرسي او د امریکا د متحده ایالاتو ټیم هم مل دی.
ایرلینډ د کال ٢٠١٠ او ٢٠١٣ په دغه ډول سیالیو کې افغانستان ته پرله پسې ماتې ورکړې وه او لومړۍ مقام ېې ترلاسه کړی و. دا ځل به خپل کور کې هڅه کوي چې دریم ځل هم دا مقام وگټي او د کرکټ په اصطلاح هیټ ټرېک وکړي. ایا افغانستان به د ایرلینډ د دریم ځل بري مخه ونیسي او که څنگه؟
د افغانستان کرکټ ملي ټیم سیالۍ
په دې ټورنامنټ کې به افغانستان د جولايي په شپږمه او اوومه تمریني یا وارم اپ سیالۍ کوي چې اوله ېې د جرسي او دویمه ېې د هانگ کانگ سره ده. د رسمي لوبو په لړ کې به د افغانستان لومړۍ سیالي د جولايي په نهمه د هالینډ سره وي. دویمه به ېې د جولايي په لسمه متحده عربي اماراتو سره وي. دریمه سیالۍ کې به د کوربه هیواد سکاټ لینډ سره د جولايي په دولسمه مخامخ کیږي. څلورمه سیالي به ېې د کینیا سره د جولايي په دریالسمه او د جولايي په پینځلسمه به ېې پینځمه لوبه د عمان سره وي او اخري سیالي به ېې د جولايي په اتلسمه د کاناډا د کرکټ ټیم سره وي.
د ټیمونو د پرمختگ لارې
په دې ټورنامنټ کې چې هر یو ټیم د خپل گروپ په سر کې اول مقام ترلاسه کړي ،هغه به راسا د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته لاره مومي. د نړیوال جام د څلورو نورو مقامونو دپاره به د دې ټورنامنټ د هر گروپ د دویم او دریم مقام ټیمونه یو بل سره مقابله کوي او بریالي ټیمونه به ېې هند کې ځانته ځای مومي. پاتې دوه پاتې شوي ټیمونه به د گروپونو د څلورم او پینځم مقام ټیمونو سره مقابله کوي او گټونکي به د نړیوال جام د شپږو ټیمونو په جم کې شامل شي.د ټورنامنټ د گټونکي ټیم دپاره به د گروپ د اول سره دوه ټیمونو ترمنځ فاینل سیالي هم کیږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوی رئیس شفیق ستانکزی وايی چې دوي د کرکټ څلور ورځنیو،یو ورځنیو او شل اوریز سیالیو دپاره جلا جلا ټیمونه غوره کوي او نظر کې لري چې دا ځل په لوړ مقام سره د کرکټ نړیوال جام ته ځان ورسوي.