د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په پوځ کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې- راپور


د ارشیف دا تصویر د امریکا د ۲۲ هغو پوځیانو د یاد د مراسمو دی چې ځانونه یې وژلي-
د ارشیف دا تصویر د امریکا د ۲۲ هغو پوځیانو د یاد د مراسمو دی چې ځانونه یې وژلي-

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۴) په یو خپور شوي راپور کې ویلي دي چې له ۲۰۲۱ کال راهېسې په امریکايي ځواکونو کې د ځان وژنې شمېر زیات شوی دی.

د دغه راپور په اساس، په ۲۰۲۳ کال کې ۵۲۳ امریکايي پوځیانو (برحاله او احتیاطي) ځانونه وژلي دي، دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۴۹۳ تنه وو.

په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۳۶۳ تنه برحاله پوځیانو ځانونه وژلي، خو په ۲۰۲۲ کال کې بیا دا شمېر ۳۳۱ تنه وو.

په اوسط ډول، په ۲۰۲۳ کال کې په هرو ۱۰۰زرو برحاله پوځیانو کې ۲۶ تنه ځان وژنې کړې، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ کال کې بیا په هرو ۱۰۰زرو پوځیانو کې د ځان وژنې ۱۷ پېښې ثبتې شوې وې.

چارواکي‌ وايي چې د ځان وژنې دا پېښې یې چې د جنس او عمر له پلوه محاسبه کړې، په امریکا کې د ځان وژنې له عمومي شمېرو سره برابرې دي. په متحدو ایالتونو کې تر ډېره نارینه وو او ځوانانو ځانونه وژلي او اکثریت یې په وسلو باندې خپل ژوند ته د پای ټکی اېښی دی.

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د موندنو په اساس، په ۲۰۲۳ کال کې چې کومو کسانو ځانونه وژلي، ۶۱سلنه یې نارینه وو، چې تر ۳۰ کلونو یې عمرونه کم وو. په عمومي ډول ۶۵ سلنې پوځیانو، چې ځانونه وژلي، په ټوپکو یې دا کار کړی او ۲۸سلنې نورو یې بیا ځانونه زندۍ او ځوړند کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن په پوځیانو کې د ځان وژنې مخنیوی د خپل کار لومړیتوب اعلان کړی دی او د دفاع وزارت د ټولو ادار مشرانو د رواني ناروغیو او د وسلو د خوندیتوب په اړه پروګرامونه ترتیب کړي دي.

لوید استن وویل چې نوې شمېرې ښکاره کوي چې د دفاع وزارت باید د ځان وژنې د مخنیوي او دغې ستونزې د حل لپاره خپلې هڅې دوه برابرې کړې. هغه ویلي دي چې د دفاع وزارت په کار بوخت دی چې بدلونونه راولي، خو وايي چې ډېر کار په مخکې دی.

په دغه راپور کې د اسوشیتډپرس د معلوماتو څخه استفاده شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG