د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په طب پوهنځیو کې د افغان محصلینو ستونزې


عکس ارشیف: د پاکستان د کراچۍ ښار پوهنتون
عکس ارشیف: د پاکستان د کراچۍ ښار پوهنتون

افغان ډاکټران وايي، د پاکستان په دولتي بورس یې د دغه هېواد په طب پوهنځیو کې مسلکي زده کړې بشپړې کړي دي، خو اوس د کار او لوړو زده کړو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د سیند ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې له ډاو مېډیکل کالج څخه فارغ شوي افغان ډاکټر شریف الله امریکا غږ ته وویل، اوس په کور ناست دی او هېڅ روزګار نه لري: «ما غوښتل چې تر فراغت وروسته تخصصي زده کړې وکړم، خو د بې روزګارۍ له وجې یې نشم کولای. د پاکستان په طب پوهنځيو کې افغان زده کوونکو ته دا فرصت د بورس له لارې ورکول کېږي، خو هغه هم یوازې د پنچاب په مېډیکل کالجونو کې، په نور پاکستان کې د دوی لپاره د لوړو زده کړو چوکۍ نشته.»

ډاکټر شریف الله د پاکستان له دولتي چارواکو غواړي چې د افغان زده کوونکو ستونزو ته پام وکړي.

د خیبر پښتونخوا په مردان کې د باچا خان طب پوهنځي د وروستي کال یو زده کوونکي محمد اسماعیل له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «غواړم چې د ډاکټرۍ له ډګري اخیستلو وروسته سپېلایزېشن یا د طب نورې لوړې زده کړې وکړم، خو ما ته وړاندې تیاره ښکاري، هېڅ هیله من نه یم چې د لوړو زده کړو زمینه راته برابره شي. زه غواړم چې د طب په یوه څانګه کې متخصص شم.»

محمد اسماعیل زیاتوي، چې هر کال د پاکستان له طب کالجونو څخه نږدې ۱۰۰ افغان زده کونکي فارغېږي خو نه کار موندلای شي او نه لوړې زده کړې کولای شي. نوموړی وايي: «افغان زده کوونکي یوازې د پنجاب په مېډیکل کالجونو کې د لوړو زده کړو لپاره د بورس ۱۲ چوکۍ لري او هغه هم هغه افغان زده کونکو ته ورکول کېږي چې په پنجاب ایالت کې یې د طب زده کړې کړې وي.»

نوموړي غواړي چې د پاکستان دولت دې د علامه محمد اقبال بورس له لارې دوی ته د نور پاکستان په طب پوهنځیو کې هم د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د لوړو زده کړو د کمیسیون یوې چارواکې عايشه اکرام امریکا غږ ته وویل چې پاکستان د افغان محاصلینو لپاره سږ کال علامه محمد اقبال بورس ته نږدې ۱۲ میلیارده روپۍ بودیجه ایښې ده.
هغې زیاته کړه: «د پاکستان په مختلیفو پوهنتونونو کې هر کال څلورنیم زره افغان محاصلین په علامه محمد اقبال بورسونو زده کړې کوي. حکومت د افغان زده کوونکو د لوړو زده کړو مسله هم په پام کې لري او په راتلونکې کې به په دې هم غور کوي.»

په افغانستان کې د جمهوریت تر نسکورېدو او واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په نوره نړۍ کې د افغان زده کوونکو د بورسونو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی او په افغانستان کې دننه نجونې له زده کړو هم محرومې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG