په افغانستان کې یو شمېر کروندګر وايي وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت یې حاصلات کم کړي، خپلو کورنیو ته کافي خواړه نشي برابرولی او د طالبانو له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.
د کابل په بتخاک سیمه کې کروندګر امیر جان د اوبو د کموالي له امله د خپل عیال نفقې ته حیران دی. نوموړی له طالبانو د اوبو د ستونزي د حل غوښتنه کوي.
امیر جان وايي: "موږ اوبه د کوهي نه د جنراتور په توسط راباسو. مخکې د بند غازي طبیعي اوبه وې او موږ ته یې بسنه کوله، خو اوس وچکالي ده او زموږ د فصل هغه درېیمه برخه هم نه پوره کوي."
د اوبو د چارو کارپوهان اقلیمي بدلون په افغانستان کې د اوبو د کمښت او وچکالۍ لامل بولي او واييچې په افغانستان که د اوبو د موجودو سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې دپاره لازمه ده چې په دې برخه کې متخصصین په کار وګمارل شي.
د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته ډیر متخصصین له افغانستان څخه وتلي دي. یو شمېر افغان متخصصین چې په هیواد کې پاتې دي، ادعا کوي چې د طالبانو له لوري له دندو ګوښه شوي او پر ځای یې ملایان ګمارل شویدي.
د اوبو د چارو څېړونکی عبدالعلیم ساجد وايي، پکار ده چې د ژمنیو اوبو د مدیریت لپاره بنسټیز کارونه ترسره شي او زیاتوي چې په دې برخه کې باید د مسلکي کاردونو د ظرفیت څخه ګټه واخیستل شي.
کروندګر امیر جان د خپل مشکل د حل دپاره د طالبانو له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي. هغه وايي: "موږ له دولت نه دا غواړو چې زموږ د اوبو ستونزه حل کړي، اصلاح شوي تخمونه راکړي، سره راکړي، چې موږ خپلو بچیو ته له دې فصل څخه نفقه برابره کړو."
د طالبانو چارواکو ژمنه کړې چې د کروندګرو ستونزو ته به په ټولو اړخونو کې رسیدګي وکړي او وايي چې د اوبو په لویو بندونو باندې د کار برسېره یې د اوبو د سم استعمال په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د دفتر رئیس قاري عبدالعزیز عزیز وايي چې "د اوبو د بندونو د تنظیم پلان جوړونه، د لومړي ځل لپاره د کابل د اوبو د تنظیم پلان جوړونه، د اوبو اړوند سلګونه منازعاتو ته رسیدګي، د اوبو د استعمال په اړه د ټولني مختلفو اقشارو ته د پوهاوي ورکړه" د دوی کاري لومړیتوبونه دي.
فورم \ دبحث خونه