د لاس رسي وړ اتصالات

که د کوکناور بدیل ونه لرو، خلک له لوږې مړه کیږي- د لغمان والي 


که د کوکناور بدیل ونه لرو، خلک له لوږې مړه کیږي- د لغمان والي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

د لغمان والي قاري زین العابدین عابد وایي، د کوکنارو د بندولو په اړه به د خپل مشرتابه امر عملي کوي، خو که د کوکنارو بدیل و نه لري نو خلک به له لوږې سره مخ شي.

د لغمان والي وايي، چې تراوسه یې بزګرانو ته د کوکنارو د کرلو او یا نه کرلو په هکله څه ندي ویلي.

د طالبانو د حکومت د لغمان والي دا هم وايي چې پدغه ولایت کې سږ کال کوکنار کم کرل شوي دي، خو بیا هم د خپل مشرتابه حکم عملي کوي.

قاري زین العابدین عابد وویل: ”بغیر له دې چې په طرزالعمل یې خبرې وکړو، امر تطبیقوو او کوکنار له منځه وړو".

د لغمان والي د کوکنارو د اړولو ترڅنګ دا هم وايي، چې له دهقانانو سره باید د بدیل معیشت مرستې وشي او که د کوکنارو کروندګر بدیل ونه لري نو خلک له لوږې مړه کیږي. هغه له دنیا والو وغوښتل چې افغان بزګرانو ته بدیل پيدا کړي.

هغه وویل: "لکه څنګه یې چې اقتصادي بندیزونه لګولي په اسلامي امارت باندې، اقتصادې بندیزونه لرې کړي، کومې پېسې چې یې کنګل کړي دي د خلکو دا هم باید را خلاصي کړي. دنیا والو باندې زمونږ دا غږ دی."

د طالبانو مشر ملا هیبت الله تازه د یو فرمان له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله بنده کړه او د نورو نشه يي توکو د خرڅلاوو، صادراتو او په وارداتو یې بندیز ولګوه.

XS
SM
MD
LG