د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې په جګړه کې د افغان ځواکونو پرمختګ


د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ د بغلان ولایت په یو شمیر سیمو کې جکړې د ژمي راهیسې روانې دي.
د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ د بغلان ولایت په یو شمیر سیمو کې جکړې د ژمي راهیسې روانې دي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمنوال عبدالرشید بشیر وايي چې د منګلو، جوی کنه، منګلیانو په سیمه کې د افغان ځواکونو هغه امنیتي پوسیتې چې له تیرو پنځلسو ورځو راپه دیخوا د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندې وې له محاصرې ویستلي دي.

عبدالرشید بشیر وايي چې په دغو عملیاتو کې د دولت مخالفو وسله والو ته زیات تلفات اوښتي دي، د هغوي جسدونه د جګړې په ځای کې پاتي دي او یوه زیاته اندازه وسلې هم افغان ځواکونو په لاس راوړي.

جاوید بشات د بغلان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسول بیا امریکاغږ ته وویل چې له تیرو دریو ورځو راهیسې د مرکزي بغلان په غربي سیمه کې د مخالفینو پر وړاندې عملیات جریان لري او له افغان ځواکونو سره په دغو علمیاتو کې د هوايي قواو ملاتړ هم موجود دی.

جاوید بشارت وايي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ۹ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور یې ټپیان شوي دی.

بشارت وايي چې د مرکزي بغلان ۲۵ کليو کې پر وسله والو طالبانو پسې تالاشي وشوه خو لا هم د طالب په تور څوک نه دي نیول شوي .

د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري په سیمو کې هم له څه مودې راهیسې د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو غلچکي بریدونه زیات شوي دي.

بشارت وايي چې اوس د مزارشریف پلخمري لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه ده، هغه وايي چې یوازې یوه ورځ د دولت مخالفو وسله والو د چشمه شیر په سیمه کې موټرې تالاشي کولې خو اوس ددغې لارې د ساتنې په موخه د لارې په اووږدو کې د ملي اردو سرتیري ځای پر ځای شوي دي.

د مرکزي بغلان اوسیدونکي وايي چې اوس طالبانو او هغه کسانو چې د طالب په نوم وسلې لري له دولتي مامورینو پرته د هغو خلکو پر تښتولو او نیولو هم پیل کړی چې ښه کاروبار لري.

په دې وروستیو کې په بغلان او کندوز کې د خلکو د تښتولو او له هغوي څخه د پیسو د غوښتلو پیښې زیاتې شوي دي، تیره ورځ په کندوز کې د ملي امنیت د سرتیرو له خوا د انسان تښتوونکیو یوه ډله په داسې حال کې ونیول شوه چې د یو صراف ځوی یې د پیسو په خاطر تښتولی و.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG