د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو لوګر کې یوولس چيچنيان نیولي دي


دغو چیچنیايي وګړو د نیول کیدو د خبر د خپریدو وړاندې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د اتو چیچنیايي وګړو د وژل کیدو ادعا هم کړې وه.
دغو چیچنیايي وګړو د نیول کیدو د خبر د خپریدو وړاندې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې د اتو چیچنیايي وګړو د وژل کیدو ادعا هم کړې وه.

د لوګرولایتي چارواکي وايي، د افغان ملي پوځ سرتیرو تیره ورځ د د غه ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې یوولس بهرني وګړي چې د دغه ولایت چارواکي یې چيچنيايي بولي نیولي دي.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح امريکاغږ ته وويل، چې په نيول شويو بهرنیانو کې دوه سړي، درې ښځې او شپږ ماشومان شامل دي.

هغه وویل چې دغو بهرنیانو سره دوه تنه نور وسله وال ملګړي، چې ګمان کیږي افغانان وو، د نیولو پروخت د افغان پوځ له سرتیرو په تیښته بریالي شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له دغو بهرنیانو څخه دوه ميله راکټ، دوه ميله کلاشينکوفونه، يو عراده پيکپ موټر او يو عراده موټر سايکل هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

سليم خان صالح زياته کړه، له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات روان دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې، چې دا کسان له کوم ځای څخه راغلي وو او چېرې روان وو.

نږدې یوه میاشت وړاندې د دغه ولایت د څرخ په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اته چيچنيايي وګړي وژل شوي وو.

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د افغان حکومت د مخالفو بهرنیو وسله والو شمیر زیات شوی دی.

ښاغلي وکیل وويل، بهرني وګړي په دغه ولایت کې د مرکزونو د جوړولو په لټه کې دي او غواړي، چې له دغه ولایت څخه د افغانستان په نورو ولایتونو کې بریدونه تنظیم کړي.

لوګر ولایت د کابل په جنوبي څنډو کې پروت دی، چې دغه ولایت د ازرې ولسوالۍ د ننګرهار او پکتیا ولایتونو سره هم ګډې پولې لري.

تراوسه د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د دغو چيچنيايي وګړو د نیولو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG