هلمند کې افغان امنیتي سرچینو امریما غږ اشنا راډیو ته د سه شنبې په ورځ (تلې ۱۰ مه) وویل ، چې تیر مازیګر د ښوراب پوځي اډې څخه د نادعلي په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو باندې یو ویشتل شوی توغندی، د طالب وسله والو پر ځای د افغان امنیتي ځواکونو په یو مرکز پریوتی، چې له امله یې شپږ افغان سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرزاق یعقوبي اشنا رادیو سره په خبرو کې د دغې پیښې په اړه دومره وویل، چې نادعلي ولسوالۍ ته یو پلټونکی پلاوی ګمارل شوی دی.
ښاغلي یعقوبي، د پېښي او د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه له تبصرې کولو څخه ډډه وکړه.
خو د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیوته وويل، چې د لښکرګاه ښار په شمال کې د نادعلي ولسوالۍ د سیفن په سیمه کې د پوليسو او ملي پوځ ګډ نظامي عملیات له تیرو دوو اونیو راهیسې دوام لري.
نوموړي زیاته کړه ګډ افغان ځواکونه او وسله وال طالبان د جګړې په سیمه کې په لنډه فاصله کې له یو بل سره مخامخ دي، چې د وسله والوطالبانو پر ځای له ښوراب پوځي اډې څخه توغول شوی توغندی پر ګډو افغان ځواکونو لګیدلی.
دغې سرچینې وویل " د ښوراب پوځي اډې څخه پرون ناوخته د لرې واټن ویشتونکې توغندي ویشتل شوي، چې هدف يې د سیفن په ساحه کې د طالبانو د مرکز لمنځه وړل وو، خو د غلطو معلوماتو له مخې توغندی پر ګډو افغان ځواکونو لګیدلی چې ۶ تنه پکې وژل شوی او ۸ تنه نور پکې ټپیان شوي".
نادعلي ولسوالي د لښکرګاه ښار سره په شمالي برخه کې نږدې پرته ولسوالۍ، چې ډيرې سیمې يې نا امنه دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايې، چې د نادعلي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار ترمنځ د پرتو سیمو د تصفيې لپاره نظامي عملیات له تیرو څو اونیو راهیسې د ګډو افغان ځواکونو له خوا دوام لري.
د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د دې پیښې په اړه رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ادعا کړې، چې نادعلي ولسوالۍ د انجیر په سیمه کې د دوشنبې په ماسپښین لومړی د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي او بیا د امریکا پوځ بمباري کړې، چې له مله یې د دوو امریکایی سرتیرو په ګډون ۴۶ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي.
طالبانو دا ادعا هیڅ کومې خپلواکې سرچینې تائید کړې نه ده.