د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ له طالبانو نیولې


په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان په څلورو شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو د وسله والو ترمنځ پراخه جګړې شوي دي.
په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان په څلورو شمالي ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو د وسله والو ترمنځ پراخه جګړې شوي دي.

د افغاسنتان د دفاع وزارت وايي، د دریو کلونو وروسته یې د بغلان په ولایت کې د دهنه غوري ولسوالۍ له وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ( د لړم لومړۍ) بیرته نیولې ده.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند کبیر حقمل هم د خپل ټویټر په پاڼه د افغان ځواکونو له خوا د دغې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

تراوسه وسله والو طالبانو د دفاع وزارت دغه ادعا نه ده تائید کړې.

خو د دفاع وزارت، چې د دغې ولسوالۍ د نیولو په اړه کوم تصویرونه خپاره کړي، د ولسوالۍ په مرکز کې افغان امنیتي ځواکونه د ګزمې په حال کې لیدل کیږي.

افغان ځواکونو یوه اونۍ وړاندې د بغلان ولایت په یو شمیر ناامنو سمیو کې پراخه عملیات پیل کړي دي.

د دفاع وزارت وايي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې يې د پلخمري ښار ته څیرمه د ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او د کیله ګي سیمې هم د طالبانو څخه پاکې کړي دي.

دفاع وزارت وايي، دا عملیات به د وسله والو طالبانو د کنټرول لاندې سیمو د بیرته نیولو پورې دوام ومومي.

د بغلان ولایت، چې د کابل او د افغانستان د یو شمیر شمالي ولایتونو ترمنځ په لاره کې پروت دي، اکثره ولسوالۍ یې ناامنه دی او وسله وال طالبان په کې حضور لري.

وسله والو طالبانو د تیر سپټمبر په میاشت کې د بغلان ولایت د مرکز د نیولو لپاره پراخه عملیات وکړل او د عملیاتو په پیل کې یې د ولایت د مرکز پلخمري ښار پر وړاندې یو څه پرمختګ هم وکړ، خو وروسته بیا افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه په شا وتمبول.

وسله وال طالبان د منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه کابل ته د لیږدول شوي وارداتي بریښنا مزي هم د همدې ولایت په مربوطاتو کې کله کله پرې کوي.

XS
SM
MD
LG