د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان څخه د امریکا له وتلو درې کاله وروسته افغانې ښځې او نجونې له کړاو سره مخ دي


په ۲۰۲۱ کې پروانه ملک اته کلنه وه چې پلار یې د بې وزلۍ له کبله هغه د پاخه عمر یو سړي ته د پیسو په بدل کې واده کړه.
په ۲۰۲۱ کې پروانه ملک اته کلنه وه چې پلار یې د بې وزلۍ له کبله هغه د پاخه عمر یو سړي ته د پیسو په بدل کې واده کړه.

د ښوونځي افغانې زده کوونکې پروانې ملک په سترګو کې هغه کړاوونه ښکاري چې د طالبانو د درې کلنې بیاواکمنۍ پر مهال یې ګاللي دي.

له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو د درېیمې کلیزې په مناسبت، فعالان غوښتنه کوي چې واشنګټن باید د میلیونونو ځورېدلو افغانو نجونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د پروانې پلار هغه د پیسو په بدل کې د پاخه عمر یو سړي ته واده کړه.

پروانه هغه مهال اته کلنه وه چې دا حتی د افغانستان د معیارونو له مخې، چیرې چې زیات شمېر نجونې په کم عمر کې ودیږي، د واده لپاره ډیر ټیټ عمر دی.

د پروانه ملک کورنۍ په ۲۰۲۱ کې د اقتصادي ستونزو له کبله هغه د پیسو په بدل کې د پاخه عمر یو سړي ته واده کړه.
د پروانه ملک کورنۍ په ۲۰۲۱ کې د اقتصادي ستونزو له کبله هغه د پیسو په بدل کې د پاخه عمر یو سړي ته واده کړه.

په ۲۰۲۱ کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو د ډیریدو په اړه د خطر زنګ وواهه. ددې یو عمده لامل له افغانستان څخه د لویدیځ د ځواکونو او مرستندویه سازمانونو له وتلو وروسته د ناهیلو افغانو کورنیو د هغه عاید او خوندیتوب له لاسه ورکول ښودل شوي چې له بهرنیو ځواکونو او سازمانونو سره تړلي وو. د یونیسف د معلوماتو له مخې، په ځینو مواردو کې حتا د ۲۰ ورځو په عمر ماشومانې نجونې کوژده شوي دي.

ځایي رسنۍ وايي چې تر اوو کلنو نجونې د طالبانو قوماندانانو ته واده شوي دي.

د ماشومانو د ودونو خلاف موسسې (ټو ینګ ټو ویډ) بنسټ ایښودونکې سټیفني سنکلیر وویل: "له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند په بشپړه توګه د بشریت پر ضد جنایت دی. د هېواد دننه افغانې ښځې او نجونې د نړۍ د بل هر ځای په پرتله له زیات کړاو سره مخامخ دي."

په روانه میاشت کې، په افغانستان کې د خپلې بیاواکمنۍ د دریمې کلیزې د نمانځلو پر مهال د طالبانو مشرانو بهرنۍ لاسوهنه وغندله.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې نوې ادارې "داخلي اختلافات له منځه وړي او په هېواد کې یې د اتحاد او همکارۍ فضا رامنځته کړې ده." هغه زیاته کړه چې "هیچا ته به په داخلي چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړل شي او د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په خلاف نه کارول کیږي."

د طالبانو د کلیزې په غونډه کې مولوي عبدالکبیر او نورو ویناوالو په افغانستان کې د عامو خلکو د وضعیت په اړه څه ونه ویل. دغو مراسمو ته د ښځینه ژورنالستانو په ګډون د ښځو په ورتګ بندیز لګول شوی و.

په روانه میاشت کې طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون پلی کړ. د ۳۵ مادو ددغه قانون له مخې، ښځې باید خپل ځانونه په بشپړ ډول وپوښي او په عامه ځایونو کې خپل غږ پورته نه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون غندلی او د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

ددغه سازمان ویاندې روینا شمداساني وویل، "په افغانستان کې د اوسنیو واکمنو چارواکو لخوا د امربالمعروف او نهي عن المنکر نوی قانون په عامه ژوندانه کې د ښځو حضور په بشپړ ډول له منځه وړي، غږ یې خاموشه کوي، فردي ازادۍ ورڅخه اخلي او د بې هویتۍ په لور یې بیايي."

د ۲۰۲۱ په اګست کې رامنځته شوی د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هېواد او یا سازمان لخوا په رسمیت ندی پېژندل شوی. خو د سیمې هېوادونو ورسره تعامل جاري ساتلی دی. چین لومړنی هېواد شو چې د طالبانو د حکومت د سفیر باورلیک یې ومانه او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ورستیو کې طالبان په افغانستان کې "ریښتینی قدرت" بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل: "موږ او چین هیڅکله له هغه ځای [افغانستان] څخه خپل سفارت ندی ایستلی. افغان سفیر له نورو سفیرانو سره په بیجینګ کې ولسمشر شي جینپینګ ته خپل باورلیک وړاندې کړ. قزاقستان تازه پرېکړه وکړه چې هغوی [طالبان] د ترهګرو سازمانونو له لیسټ څخه وباسي. موږ هم همدا پلان لرو."

طالبانو له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړلي. پروانه ملک (شاته ښۍ) د افغانو نجونو هغه نسل دی چې د خپلو میندو په پرتله په ټولنه کې کم حقوق لري. (ټو ینګ ټو ویډ)
طالبانو له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړلي. پروانه ملک (شاته ښۍ) د افغانو نجونو هغه نسل دی چې د خپلو میندو په پرتله په ټولنه کې کم حقوق لري. (ټو ینګ ټو ویډ)

خو متحده ایالاتو له طالبانو څخه خپله فاصله ساتلې او د مشروع حکومت په توګه یې د هغوی له پيژندلو څخه ډډه کړې ده. واشنګټن همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې یې "له هوا څخه" د برید کولو او څارنې وړتیاوې ساتلي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن دا اونۍ له افغانستان څخه د امریکا د بې نظمه وتلو د دریمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې د طالبانو نوم یاد نکړ. بایډن خوښوي چې په خپلو څرګندونو کې افغانستان "د امپراطوریو د هدېرې" په نوم یاد کړي.

ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند نوماندې او اوسنۍ مرستیال ولسمشرې کاملا هریس هم پدې مناسبت په خپله وینا کې، که څه هم له ښځو او نجونو سره د طالبانو د سخت چلند ذکر ندی کړی خو د هغې انتخاباتي کمپاین د نجونو پر زده کړه د طالبانو د بندیز خلاف دریځ نیولی دی.

ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو کاندید او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو د دریمې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې، د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستان څخه د تخلیې په بهیر کې د کابل د هوايي ډګر په دوازه کې په یو ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په وژل کېدو تمرکز کړی او د بایډن حکومت یې له افغانستان څخه د بې نظمه وتلو له کبله پړ ګڼلی دی.

د ماشومانو د حقونو یوې موسسې د نهه کلنې پروانې (لومړی کتار ښۍ) د زیات عمر لرونکي مېړه څخه وغوښتل چې هغه بیرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړي.
د ماشومانو د حقونو یوې موسسې د نهه کلنې پروانې (لومړی کتار ښۍ) د زیات عمر لرونکي مېړه څخه وغوښتل چې هغه بیرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړي.

د ماشومانو د ودولو خلاف موسسې (ټو ینګ ټو ویډ) بنسټ ایښودونکې سټیفني سنکلیر ټینګار وکړ چې امریکايي مشران باید د رهبرۍ د کسانو پر ځای پر هغو ښځو او نجونو تمرکز وکړي چې غږونه یې خاموشه کړل شوي او پکار ده چې پوښتنه یې وکړي.

هغې وویل: "ما دا بیانونه ولیدل. زه فکر کوم چې موږ باید د حساب ورکولو غوښتونکي شو او له طالبانو څخه د هغوی د جرایمو حساب وغواړو."

سنکلیر او نورو فعالانو له بهرنیو قوتونو غوښتي چې د طالبانو پر حکومت باندې فشار زیات کړي.

د سنکلیر موسسې د پروانې د زیات عمر لرونکي مېړه څخه غوښتي چې هغه خپلې کورنۍ ته ستنه کړي. دغې موسسې د پروانې په نوم د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی چې له همدې مرستو څخه اوس شاوخوا ۱۰۰۰ افغانو کورنیو ته هره میاشت خواړه او نور اړین توکي برابریږي.

سنکلیر وايي، پروانه ملک اوس بیرته ښوونځي ته ستنه شوې ده.

هغې زیاته کړه: "هغه خورا غټ فکرونه لري. غواړي چې ښوونکې او یا ډاکټره شي. غواړي چې کار وکړي او توان یې هم لري... خو ستونزه دا ده چې هغه په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوي چېرې چې یو رژیم دې کار ته اجازه نه ورکوي او بدبختانه، همدا اوس د پروانې په څېر په میلیونونو نورې نجونې هم شته."

ددې مطلب په چمتو کولو کې د اسوشیتد پرس اژانس د راپور څخه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG