د لاس رسي وړ اتصالات

د بار وړونکو موټرو د کنترول تلې بریښنایي کیږي


افغان حکومت د بهر څخه افغانستان ته د باروړونکو موټرو په واسطه د بار د لیږد د کچې د ارزونې لپاره په کابل اویو شمیر سرحدي بندرونو کې د لوړ تناژ لرونکي تلې نصب کړي، چې اوس د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، د بار د اندازه کولو په بهیر کې د شفافیت لپاره د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترول بریښنایي کوي.

د افغانستان د ټولګټو وزارت له خوا د یوې جوړې شوې طرحې له مخې به د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترول په نږدې راتلوونکي کې بریښنایي شي.

د ټولګټو وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین عبدالرحمن صلاحي د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې دغه وزارت په دې هڅه کې دی، چې په افغانستان کې د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترول سیستمونه په نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.

هغه وویل د ګرځنده تلو د چارو عملي کولو لپاره یې یوه لنډ مهالې کړنلاره جوړه کړې ده.

انجینیر صلاحي زیاته کړه"د سرکونو لپاره زموږ راتلونکی لیدلوری د تلو دیجیتالي کول دي، زموږ یوه بله کاري موخه داده چې، موږ داسې پرمختللی سیستم چې نن ورځټوله نړۍ کې د لوړ تناژ کنترول د تخنیک او تکنالوژۍ په وسیله کیږي ".

هغه وویل، په دې برخه کې د آسیا پراختیایي بانک ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.

د ټولګټو وزارت د حفظ او مراقبت برخې معین، وویل، چې د باروړونکو موټرونو د تناژ کنترول سربیره د فساد او په غیر قانوني ډول د پیسو د اخیستلو مخنیوی هم په دغه طرحه کې شامل دي.

د ده پر وینا د بار وړونکو موټرو په اړه ټول معلومات به په بریښنایي بڼه په دغه سیستم کې ثبتیږي او هیڅ څوک نه شي کولی، چې د عوایدو په راټولولو کې غبن وکړي.

د ټولګټو وزارت وایي، چې د بار وړونکو موټرو د تناژ کنترولولو لپاره د ثابتو تلو سربیره په کابل کې له ګرځنده تلو څخه هم ګټه اخیستل کیږي چې ډیر ژر به په نورو زونونو کې هم د دا ډول تلو څخه کار اخیستل پیل شي.

XS
SM
MD
LG