د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ملي امنیت د ګیلاني خبري د 'ملي ګټو ضد' وبللې


طالبانو لا د افغان حکومت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو لا د افغان حکومت څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان ملي امنیت ریاست د محاذ ګوند د مشر حامد ګیلاني هغه څرګندونې د "ملي ګټو" ضد وبللې چې وايي د "طالبانو مشرتابه" په افغانستان کې اوسیږي.

اجرايي رئيس عبدالله عبدالله هم د ښاغلي ګیلاني څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي ویلي دي چې د طالبانو د مشرتابه د موجودیت خبره واضحه ده او توضیحات نغواړي، د ښاغلي ګیلاني خبرو ته په ټولنیزو رسنیو کې هم یو شمېر افغانانو غبرګون ښودلی.

د ملي امنیت ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ښاغلي ګیلاني څرګندونې "نا مسؤلانه او د ملي ګټو په خلاف" دي. دغې ادارې له ټولو افغان سیاستوالو غوښتي چې "له غیرو مسؤلو څرګندونو چې د ملي ګټو خلاف او د دښمنانو په ګټه وي" وکړي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې د "کره معلوماتو په اساس د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مشرانو د ډیورینډ د کرښې په هاغه غاړه کې دي او د پاکستان په مهمو لویو ښارونو کې" شتون لري.

اجرايي رئیس عبدالله هم ویلي "کوم مسائل چې د هیواد د ملي امنیت پورې اړه لري او د ملي امنیتي ادارو او خلکو اجماع په کې وي، یا هغه واقعیتونه چې اوس ټوله دنیا یې مني، چې د طالبانو د ځواک د پیاوړتیا مرکزونه چېرته دي، سترګې پرې پټې کړو".

د ملي محاذ ګوند یو ویاند قاضي حسن حقیار امریکا غږ اشنا ته وویل چې د شنبې په ورځ ښاغلي ګیلاني د دیني عالمانو او قومي مشرانو په یوې غونډې کې په عمومي مسایلو خبري وکړې او هدف یې دا و چې د طالبانو ځینې مشران په بهر او ځینې یې افغانستان کې اوسیږي.​

حامد ګیلاني ويلي"هغوی چې وايي، مشرتابه د طالبانو بل چیرته ده، هغوی د ضعف نه وایي، کوم کار نشي جوړولی. زور یې نه رسیږي پلمې کوي. اکثریت د مشرتابه د طالبانو اوس په خپل وطن کې دي".

XS
SM
MD
LG