د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت: هرات د پيښې قربانیانو ته مو قبالې ورکړې؛ قربانیان: نه یې دي راکړې


ادعا ده ایراني ځواکونو افغان کډوال سیند ته غوځولي
ادعا ده ایراني ځواکونو افغان کډوال سیند ته غوځولي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د هرات د پيښې قربانیانو ته یې خوراکي مواد او د ځمکې قبالې ورکړې دي، خو د قربانیانو یو خپلوان بیا دا خبره رد کړې.

ارګ د شنبې په ورځ مۍ۱۶ (غوايي۲۶) وویل چې په هرات کې د هغو کډوالو قربانیانو سره یې د خوراکي موادو مرسته کړې او د کورونو لپاره د ځمکو قبالي ‌ورکړې دي، چې د ادعاو له مخې د ایران سرحدي‌ځواکونو په سیند کې غورځولي او بیا مړه کړي وو.

دارګ اعلامیې د هرات د والي عبدالوحید قتالي له خولې لیکلي دي: "د ځمکو قباله له ښاروالۍ سره د پړاوونو له بشپړولو وروسته اړوندو کورنیو ته سپارل شوې او همدارنګه برابرې شوې نغدي مرستې او د خوراکي توکو بستې هم اړوندوکورنیو ته رسول شوي دي. همداراز د کورنیو غړو ته یې د کاري زمینو برابرولو په موخه له اړوندو ادارو او خصوصي سکتور سره هم خبرې شوي دي."

د هرات والي‌ له ولسمشر غني سره د ویدیو کنفرانس له لارې غږېده. خو د دغو قربانیانو د کورنۍ یو غړي‌جان محمد د هرات د والي‌ دا خبره رد کړه او ویې ویل چې له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.

نوموړي امریکا غږ ته وویل چې حکومت ورسره د مرستو ژمنې کړې وې خو تر اوسه دا مرستې نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان له لوري ټاکل شوی پلاوی وايي چې د ایران-افغانسان په سرحد کې د رامنځته شوې پيښې قربانیان ۴۶ افغان کډوال وو چې ۱۲ تنه یې مړه شوي، ۱۷ یې لا ورک دي او ۱۷ نور یې ژغورل شوي دي.

ادعا کیږي‌ چې د ایران سرحدي ځواکونو دغه کسان چې ایران ته تلل نیولي او بیا یې په سیند کې ګوزار کړي‌دي. خو ایران وايي دا کار د هغوی په خاوره کې نه دی شوی.

د قربانیانو کورنۍ وايي چې باید د دغه کار عاملین محکمه شي. ولسشمر غني ویلي چې دا پېښه به د نړیوالو اصولو او قوانینو په اساس به تعقیبوي.

XS
SM
MD
LG