د لاس رسي وړ اتصالات

کابل او هرات کې ایران ضد لاریونونه


هرات کې نننی لاریون
هرات کې نننی لاریون

لسګونو کسانو له ایران سره په پوله په سیند کې د افغان کډوالو د ډوبېدو د پېښې په غبرګون د دوشنبې په ورځ د مې په ۱۱مه (غويي۲۲) په کابل او هرات کې د ایران ضد لاریونونه وکړل.

لاریونوالو په کابل کې د ایران سفارت او په هرات کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ مخې ته د ایران ضد شعارونه ورکول او له ملګرو ملتونو او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل چې د افغان کډوالو د غرقېدو قضیه په جدي توګه وپلټي.

په کابل کې د لاریون یو ګډونوال نصیر احمد مایار وویل: "دا د دوی اول ځل نه دی، دویم ځل نه دی په زرهاو ځل دوی زموږ ځوانان ویشتلي دي او شکنجه کړي دي، موږ له ملل متحد څخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر څخه او د حکومت له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه لرو چې د دغو وژنو مخنیوی وکړي".

په هرات کې لاریون کوونکو سیند ته د افغان کډوالو ګوزارول د مهاجرت د قوانینو خلاف عمل وباله او د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو دغه اقدام یې په کلکه وغنده.

د دغو لاریون‌کوونکو له ډلې شبنم سلحشور امریکا غږ ته وویل:"موږ د افغانستان له دولت او د بشري حقوقو له کمېسیون څخه په جدي ډول د دې موضوع د پلټنې غوښتنه کوو".

دغو معترضینو له افغان او ایراني چارواکو څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د غرقولو عاملین پیدا او ورته سزا ورکړي.

په افغانستان کې د ایران ضد دا لاریونونه په داسې حال کې کېږي چې جمهور رئیس غني د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ د نظامي سرمفتش محمدحمید طهماسي په مشرۍ یو لس کسیزه پلاوي ته د یادې پېښې د ژورې او هراړخیزې ارزونې دنده سپارلې ده.

د دغه پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې په دې پېښه کې ۵۶ افغان مسافر په سیند کې ګوزار شوي دي چې له دې شمېرې تر اوسه د ۲۳ تنو مړي موندل شوي، یو شمیر یې ځانونه ژغورلي او ۱۵ تنه یې لا هم ورک دي.

ایران له دې وړاندې دا ادعاوې رد کړي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دې موضوع په اړه د پلټونو ډاډ ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG