د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: هغوی چې سوله نه کوي، ختم به یې کړو


د افغانستان د امنیتي سکتور چارواکي وايي چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې د نوي کال لپاره په امنیتي پلان باندې کار کړی او هغه وسله والې ډلې چې نه غواړي د سولې له پروسې سره یو ځای شي پروړاندې به یې پراخ عملیات وکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په یو کنفرانس کې وویل چې که څه هم ۱۳۹۴ لمریز کال له سختو ننګونو ډک وو، خو دوی وکولی شول د دښمن پروړاندې ودریږي.

د وزیري په وینا دوی تمه لري چې په نوي کال کې د سولې خبرې پایلې ولري، خو که دا کار ونه شي، نو امنیتي ځواکونه د طالبانو او افغان حکومت نورو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړي.

افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د دوی شپنیو عملیات په مټ وکولی شول په بیلابیلو سیمو په تېره په ننګرهار کې د وسله والو مخالفینو او داعش ملا ماته کړي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په تیرو یوه کال کې دوی څه باندې ۵۳زره عملیات کړي چې په پایله کې په زرګونو افغان حکومت ضد وسله وال وژل شوي او څه باندې ۱۰۰۰۰ نور ټپیان دي.

همداشان د ملي اردو دوه زره اوه سوه او اوه سرتیري وژل شوي او دښمن هم څه باندې اتلس زره بریدونه ترسره کړي دي.

د سولې نوی میکانیزم

د افغانستان جمهوري ریاست وايي د هغه میکانیزم له مخې چې دوی د نړیوالو همکارانو په سلا جوړ کړی وروسته له دې د سولې خبرې به په پټو سترګو پرمخ لاړې نه شي.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي چې نن یې د کال په وروستۍ ورځ د بیلابیلو ادارو د ویاندویانو ترڅنګ مطبوعاتو سره غږېده وویل چې د سولې کومه پروسه چې دوی پیل کړې د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر اساس او د اساسي قانون په رڼا کې به ترسره کیږي.

د هاشمي په وینا ټولې وسله والې ډلې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني دوی به یې پرمخ د سولې دروازې پرانیزي.

هاشمي وايي "ټولې ډلې چې د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني، د افغانستان اساسي قانون ومني او سیاسي مخالفتونه چې ولري، د تاوتریخوالي له لارې نه بلکې د سولې له لارې د افغانستان اساسي قانون تعدیل که هم د دوی غوښتنه وي چې په اساسي قانون کې په دې هکله ویل شوي هم دي، لکه څنګه چې موږ پخوا ویلي د سولې درواوزې به پرانیستې وي."

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وايي چې ۱۳۹۴ لمریز کال د افغانستان د بقاً کال وو او د دوی بیلابیلو ادارو په تیره امنیتي ځواکونو وکولای شول چې په ښه توګه وځلیږي، خو ستونزې هم وې چې په ځینو برخو کې د دوی د کار مخه ډبه کړې ده.

XS
SM
MD
LG