د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د موسی شاهین د خوشې کولو کمپاین پيل کړی


Musa Shahin - موسی شاهین
Musa Shahin - موسی شاهین

د طالبانو په بند کې د پنجشېر د سیمه ییز سندر غاړي موسی شاهین د روغتیايي وضعیت خرابولي په اړه د راپورونو د خپرېدو سره هم مهاله، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د ښاغلي شاهین د ازادولو کمپاین پيل کړی دی.

د موسی شاهین ورور عبدالوهاب عاصم د یکشنبې په ورځ اپرېل نهمه (وري ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو اړوند کسانو ښاغلی شاهین دوه نیمې میاشتې مخکې د کابل ښار په اوولسمه امنیتي حوزه کې له خپل کور څخه له ځان سره بېولی او تر اوسه یې خوشي کړی نه دی.

هغه ویلي چې طالبانو یې ورور لومړی پنجشېر ته انتقال کړی او تر هغه وروسته یې د تحقیقاتو لپاره کابل کې د استخباراتو ۴۰ ریاست ته وړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د موسی شاهین روغتیايي وضعیت ښه نه دی او اوسمهال روغتیايي خدماتو ته لاس رسئ نلري.

عاصم زیاته کړه: "په وروستیو ۴۵ ورځو کې مو د شاهین په اړه هیڅ معلومات نه لرل وروسته اړیکه ونیول چې تاسو کولای شی چې له ښاغلي شاهین سره ملاقات وکړئ. زموږ کورنۍ ولاړه او د دری دقیقو لپاره بریالی شول چې هغه وویني."

نوموړي زیاته کړه چې موسی شاهین د طالبانو په زندان کې «روحي او فزیکي شکنجه» شوی، پښتورګې خراب شوي او «سر او مخ» یې پړسېدلی دی.

د پنجشېر د دغه سیمه ییز سندرغاړي ورور وویل: "پر هغه لګېدلي تورونه معلوم نه دي چې په څه جرم نیول شوی دی، شاهین نه مخکې او نه اوس له کوم حزب سره اړیکې نلرلې او یوازې یې مخکې وطني شعرونه ویل."

پر همدې مهال د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت رئیس احمد سرمست په ټولنیزو رسنیو کې د دغه سیمه ییز سندر غاړي د خوشي کولو کمپاین پيل کړی دی او له نړیوالې ټولنې، بشري حقونو او د موسیقۍ بنسټونو څخه غوښتي چې موسی شاهین د خوشي کولو په اړه خپل غږ اوچت کړي.

ښاغلی سرمست چې اوس مهال له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "زه له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو او موسیقۍ له مدافع بنسټونو، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغان هنرمندانو د موسیقیو له ټولنو او شبکو او د هیواد له هنرمندانو څخه غواړم چې د هیواد د وتلي سندر غاړي موسی شاهین چې د طالبانو په بند کې په خراب وضعیت کې دی د هغه د بې قید او شرطه خلاصولو لپاره خپل غږ پورته کړي."

ښاغلي سرمست ادعا کړې چې موسی شاهین د طالبانو په بند کې روغتیايي خدماتو ته لاس رسئ نلري او په خبره یې د «طالبانو اړوند کسانو لخوا سخت شکنجه شوی» دی.

د طالبانو لخوا د یاد سیمه ییز سندر غاړي نیول کېدو پراخ غبرګونونه پارولي او د هغه د خوشي کولو په اړه یې له دغه کمپاین څخه ملاتړ کړی دی.

د فرزاد فرنود په نوم د ټولنیزو رسنیو یو کارکوونکي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: "موسی شاهین لا هم د طالبانو په بند کې دی. هغه یې بې حده وهلی ټکولی دی، هیله ده ژر تر ژره له بند څخه خوشي شي، هغه زموږ له مشهورو سیمه ییزو سندر غاړو څخه دی، هغه خلک چې نوموړی له نژدې څخه پيژني، زما سره به موافق وي چې شاهین څومره با ادب او ملګری دی."

هغه له ټولو کسانو څخه غوښتي چې له دغه کمپاین سره یو ځای شي او د موسي شاهین د خوشي کولو لپاره دي هڅې وکړي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي و چې لا هم یو شمېر خبریالان، مدني فعالان، لیکوالان او سندر غاړي د طالبانو په بند کې دي او د هغوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

XS
SM
MD
LG