د لاس رسي وړ اتصالات

افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمان جاګارتا کې غونډه کوي


ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان د راروانې جمعې په ورځ په جاګارتا کې غونډه وکړي.
ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمان د راروانې جمعې په ورځ په جاګارتا کې غونډه وکړي.

ټاکل شوې د را روانې جمعې په ورځ د غوايي د میاشتي په ۲۱ مه د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو یوه ګډه غونډه د اندونیزیا په مرکز جاګارتا کې جوړه شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک، چې دا مهال په اندونیزیا کې دی، د خپل ټویټر په پاڼه لیکلې، چې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا وتلي دیني عالمان به د دغو دریو هیوادونو د دیني عالمانو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي او د سولې او ثبات پر مسلو سره بحثونه وکړي.

د دغو دریو هیوادونو د دیني عالمانو د کنفرانس د جوړیدلو وړاندیز د اندونیزیا جمهور رئیس کابل ته د خپل سفر پر مهال کړی وو.

د افغانستان د سولې عالي شور ا د دارالانشا رئیس ویلي، چې د افغانستان ۲۰ وتلي دیني به په دې درې اړخیز کنفرانس کې د ګډون لپاره د سه شنبې په ورځ جاچارتا ته لاړ شي.

ښاغلي خپلواک د دغه درې اړخیز کنفرانس د جوړیدو له امله د اندونیزیا د حکومت څخه مننه کړې او دغه هیواد هڅې یې صادقانه بللي دي.

د اندونیزیا مشرانو هیله ښودلې، چې د جمعې د ورځې په دغه درې اړخیزه غونډه کې به د دریو هیوادونو دیني عالمان په افغانستان کې د جګړې د مشروعیت په اړه پر یوې فتوا موافقې ته ورسیږي، چې ورسره به په افغانستان کې تاوتریخوالي پیښې راکمې شي.

اندونیزیايي چارواکو په دې غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه هم هیله ښودلې ده، خو طالبانو له وړاندې په یوه اعلامیه کې له دیني عالمانو غوښتي وو، چې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

افغان او اندونیزیايي حکومتونه له وړاندې دغې درې اړخیزې غونډې جوړیدو ته چمتوالی نیولی وو، خو هغوی په دې غونډه کې د ګډون په اړه د پاکستاني دیني عالمانو پریکړې ته انتظار کوه.

اوس داسې ښکاري، چې پاکستاني دیني عالمان به هم په دې غونډه کې ګډون ته زړه ښه کړی دی.

اندونیزیا په نړۍ کې یو ستر اسلامي هیواد دی، چې د ۲۶۰ میلیونو د نفوس ۸۷ فیصده یې مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG