د لاس رسي وړ اتصالات

په پارلمان کې د نوماندې وزیرې ردیدل او د تبعیض تورونه


د ښځو ځینې فعالانې له حکومته غواړي، چې په کابینه کې د ښځو ونډه باید زیاته کړي.
د ښځو ځینې فعالانې له حکومته غواړي، چې په کابینه کې د ښځو ونډه باید زیاته کړي.

د ښځو دې شبکې د پارلمان غړي په جنسیتي تبعیض متهم کړل چې له دوولسو نوماند وزیرانو یوې میرمنې ته یې د باور رایه ور نه کړه خو د پارلمان غړي بیا دا نه مني.

ولسي جرګې تېره ورځ له دوولسو نوماندو وزیرانو یوازې یواځینۍ نوماندې وزیرې نرګس نهان ته د باور رایه ور نه کړه.

نرګس نهان د کانونو او پطرولیم وزارت ته نومانده وه.

د پارلمان له لوري د نرګس نهان ردیدل د ښځینه بنسټونو غبرګونونه له ځان سره لرل. د ښځو شبکې د پارلمان دا کړنه د ښځو په وړاندې د تعصب عمل وباله.

دې شبکې نن په کابل کې خبري کنفرانس ته وویل چې د پارلمان د تېرې ورځې دې کړنې وښوده چې د ولسي جرګې غړي د ښځو په وړاندې تبعیض کوي.

دې شبکې دا هم وویل چې د نرګس نهان نه منل د کانونو په برخه کې د اصلاحاتو مخه ډب کولی شي.

خو د پارلمان غړي بیا د ښځو د شبکې دا ادعاء نه مني او وايي، چې د میرمن نرګس نهان په وړاندې له تبعیض کار ندی اخېستل شوی

د پارلمان ځینې ښځینه غړې مني، چې له نرګس نهان سره تبعیض له ښځو سره د تبعیض په معنی دی، خو ځینې د پارلمان غړې بیا دې قضیې ته بل رنګ ورکوي

د افغانستان کابینه دم ګړۍ دوه ښځینه وزیرانې لري. د ښځو ځینې فعالانې له حکومت غواړي، چې په کابینه کې د ښځو ونډه باید زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG