د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او طالبانو د 'لنډ مهاله حکومت' په اړه راپورونه رد کړل


دواړه لوري وايي، د لنډ مهاله حکومت په اړه یې هېڅ خبرې نه دي کړي
دواړه لوري وايي، د لنډ مهاله حکومت په اړه یې هېڅ خبرې نه دي کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په دوحه کې له طالبانو سره مذاکراتو کې د لنډ مهاله حکومت رامنځته کېدو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي او وايي، په دې اړه راپورونه حقیقت نه لري.

پرون شنبه د قطر الجزیرې رسنۍ وویل، چې په دوحه کې امریکايي او طالب استازو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال د لنډه مهاله حکومت پر رامنځته کېدو موافقه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد پرون شنبه ناوخته د «وږې میاشتې پر۲مه» پر خپل ټویټر لیکلي،چې له طالبانو سره یې د لنډ مهاله حکومت په اړه خبرې نه دي کړي:

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تېره ورځ په دې اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي.

شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري:"کوم خبر چې د موقت حکومت د هوکړې په هکله په رسنیو کې خپریږي ، حقیقت نلري."

د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو نهم پړاو خبرې د تېرې پنجشنبې په شپه پیل شوې چې اوس هم روانې دي.

تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین امریکا غږ ته وویل، چې د سولې د خبرو په نهم پړاو کې پر یو لړ مسئلو خبرې شوي او تمه ده چې په دوو ورځو کې به د دواړو خواو ترمنځ په پاتې مسئلو هم موافقه تر لاسه شي.

XS
SM
MD
LG