د لاس رسي وړ اتصالات

غني: په واسطو مقرر شوي کسان له سنګر تښتیدلي


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، هغه کسان چې د پولیسو په لیکو کې په واسطو او بډو مقرر شوي یا یې غلا کړې او یا له سنګره تښتیدلي دي.

ښاغلي غني چې د سې‌شنبې په ورځ (جنوري ۹) په کابل کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د ۴۴۶ افسرانو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله وویل، په پولیسو کې د هیچا د ګومارنې غوښتنلیک به تر فشار لاندې لاسلیک نه کړي.

ولسمشر غني د پولیسو پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او وې ویل، یواځې د ټوپک په زور په افغانستان کې ثبات نه راځي، بلکې پر پولیسو د خلکو باور د ټولنیز ثبات لامل کیږي.

هغه وویل "زه د کورنیو چارو وزارت ته لارښونه کوم، چې له دې وروسته د ټولو ځوانو افسرانو، لوړ رتبه او عالي افسرانو، تعینات، تبدیلي، ترفیع او اجرات، د فسرانو د ذاتي قانون پر بنسټ ترسره شي. د کورنیو چارو وزارت منسوبین نشي کولی چې په انفرادي ډول او شخصي واسطو د خپل د تقرر او تبدیلۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته مراجعه وکړي. هغه کسان کسان چې په واسطو مقرر شوي له سنګر څخه تښتیدلي او هغه کسان چې په پیسو مقرر شوي، په سبا یې غلا کړې".

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د پولیسو د اصلاحاتو بهیر سلیقوي نه، بلکې د افغانستان د ملي ګټو په اساس ترسره کیږي او د هر افغان وګړي ژوند پورې تړاو لري.

افغان ولسمشر د پولیسو په لیکو کې په داسې حال کې پر اصلاحاتو ټینګار کوي، چې نوموړي له دې مخکېد افغانستان د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه بللی وو.

ښاغلي غني دغه راز، د افغانستان د ملي شورا له استازو څخه وغوښتل، د خپلو خپلوانو د مقررولو لپاره وزارت خانو ته لاړ نشي او که لاړل، د هغوی د خبرو بهیر به ثبت او رسنیو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG