د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په واکمنۍ کې په انلاین بڼه د ښځو ځورونه زیاته شوې - راپور


د "افغان شاهد" څارونکي وايي د افغان ښځو د ازار او اذیت په انلاین پوسټونو کې ۲۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د "افغان شاهد" څارونکي وايي د افغان ښځو د ازار او اذیت په انلاین پوسټونو کې ۲۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په بریتانیا کې میشتې د بشري حقونو د څار یوې ادارې د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) په یو راپور کې ویلي چې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې په افغانستان کې د سیاسي فعالو میرمنو د ځورولو او د هغوی په خلاف د کرکې خپرولو په موخه په انلاین پوسټونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د "افغان شاهد" پروژه چې "معلوماتو ته د لاسرسي مقاومت" غیرانتفاعي سازمان له خوا پر مخ وړل کیږي، وايي دوی موندلې چې د ۲۰۲۱ کال له جون څخه تر دسمبر پورې بیا د تیر کال په همدې موده کې، تر منځ د ښځو د ازار او اذیت په پوسټونو کې ۲۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په میانمار کې د ورته څیړنو څخه ترلاسه کړي مهارت پر بنسټ، د "افغان شاهد" کارکوونکو په ایکس (ټویټر) شبکه کې په عامه توګه موجود معلومات تحلیل کړي او د شپږو افغان میرمنو سره یې مرکې کړې ترڅو د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې د ښځو خلاف د انلاین ازار او اذیت څرنګوالی وڅیړي.

په راپور کې ویل شوي چې څېړونکو په دري او پښتو ژبو خپاره شوي "له ۷۸ زره زیات پوسټونه راټول کړي او تحلیل کړي... چې د سیاسي پلوه فعالو افغان میرمنو نږدې ۱۰۰ حسابونه په نښه کوي."

د راپور لیکوالانو ویلي چې مرکو په ډاګه کړې چې په انلاین ډول د ناوړه پوسټونو خپریدو د ښځو په نښه کول زیات کړي. مرکه کونکو، د فحش موادو او همدارنګه د جنسي تیري او مرګ ګواښونو سره پیغامونه موندلي دي.

یوې ښځې افغان شاهد ته وویل: "زه فکر کوم هغه نفرت چې دوی په ټولنیزو رسنیو کې ښکاره کوي د هغه څه سره توپیر نلري چې دوی په ریښتیني ژوند کې احساس کوي."

طالبانو په سمدستي توګه د دې راپور په اړه غبرګون ندی ښودلی.

راپور په پوسټونو کې څلور عمومي موضوعات په ګوته کړي چې په هغو کې د بدکارۍ تورونه، دا باور چې په سیاسي توګه فعالې میرمنې له کلتوري او مذهبي نورمونو سرغړونه کوي، د لویدیځ استازیتوب کوي، او په بهر کې د پناه اخیستلو لپاره د دروغو ادعاوې کوي، تورونه شامل دي.

په ورته وخت کې، افغان شاهد ویلي چې په انلاین پوسټونو کې د ښځو خلاف په ناوړه ګټه اخیستنه "په پراخه کچه جنسي الفاظ" شامل دي او په ۲۰۲۲ کې د څېړل شویو پوسټونو په ۶۰ سلنه کې د "فاحشه" او "بدکاره" کلمات شامل دي.

د دغې پروژې مشرې پلټونکې، فرانسیسکا جینټیل وویل: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کېدو راهیسې، ټولنیزې رسنۍ د ټولنیزو او سیاسي نظرونو د څرګندلو پر ځای، په ځانګړې توګه د ښځو خلاف د ناوړه استفادې او زورونې په یوه وسیله بدلې شوې دي."

طالبانو د عامه ژوند او کار په ډیرو برخو کې پر ښځو بندیزونه لګولي او نجونې یې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي ته له تلو منع کړي دي.

جینټیل زیاته کړه: "د ښځو او د هغوی د حقونو په وړاندې د طالبانو دښمني، انلاین ناوړه ګټه اخیستونکي هڅوي."

یوې خبریالې، چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له افغان شاهد سره خبرې کړي، وویل، هغې په ټولنیزو رسنیو کې خپل ځینې اکاونټونه له دې کبله غیر فعال کړي چې نه غواړي داسې تبصرې ولولي چې د هغې پر ژوندانه او کار اغېز کوي.

د راپور لیکونکو ویلي، دوی موندلې چې د انلاین ناوړه ګټه اخیستنې تر شا ډیری نارینه لاس لري چې "له بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو" خواوو سره تړلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG