د لاس رسي وړ اتصالات

اماراتو کې افغان کډوالو یووار بیا د خپل بې برخلیک راتلونکي په اړه لاریون وکړ


د تیر یو کال راهیسې متحدو عربي اماراتو ته یو شمیر تخلیه شویو افغانانو روانه اوونۍ یو ځل بیا د خپل بې برخلیک راتلونکي او د مهاجرت د مبهم او سوکه بهیر پر ضد لاریون وکړ.

د اماراتو د ابوظبي په کمپ کې دوو افغانانو رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې په سلګونو افغانانو د دوشنبې او سه شنبې په ورځو چې د اګست ۲۲ او ۲۳ کیږي، د بیلابیلو شعارونو په لیږدولو سره لاریون وکړ.

د وړاندوینو له مخې اوس هم په زرګونه افغانان په یاد هیواد کې په دې تمه شپې او ورځې تیروي چې متحدو ایالتونو او یا هم کوم دریم هیواد ته ولیږدول شي.

هغه تصاویر او ویډیو ګانې چې رویټرز خبري آژانس ته رسیدلي، ښکاره کوي چې د ابوظبي په کمپ کې ماشومان، میرمنې او نارینه لاریون کوي، هغه ښار چې د تودښې درجه پکې د سانتي ګرید په کچه ۳۸ درجې ده.

په یوه شعار کې چې د یو ماشوم هلک په لاس کې وو لیکل شوي وو چې "یو کال بس ده."

د متحدو عربي اماراتو یو چارواکي په کتبي شکل رویټرز خبري آژانس ته تائید کړیده چې ددغو مهاجرینو ترمنځ ناهیلې زیاته شوې ځکه نورو هیوادونو ته د لیږد پروسه تر هغه څه اوږده شوې چې یاد هیواد غوښتله.

دغه چارواکي زیاته کړې چې متحده عربي امارات په ابوظبي کې د امریکا له سفارت سره پر وخت ددغو افغان کډوالو د اسکان مجدد په اړه کار کوي.

هغه ویلي:" متحده عربي امارات ژمن پاتې کیږي چې له متحدو ایالتونو او نورو نړیوالو شریکانو سره په دې روان بهیر کې همکاري وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې تخلیه شوي افغانان په خوندیتوب، امنیت او وقار کې ژوند وکړي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ویلي واشنګټن هڅه کوي څو د معیاري څیړنو په اړه له اطمینان وروسته، هغه افغانان په ګوته کړي چې متحدو ایالتونو ته د لیږد پر شرایطو برابر دي او "دا هڅې به بې وقفې وي"

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، هغوی له متحدو عربي اماراتو او نورو هیوادونو سره همکاري کوي څو امریکا ته پر شرایطو د برابرو افغانانو د اسکان مجدد لار پیدا کړي.

یو افغان د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي:" کابو یو کال، موږ په دې توقف ځای او کمپ کې چې د پرمختللي زندان په شکل دی ژوند کوو. هیڅوک د وتلو اجازه نلري، موږ نه پوهیږو چې څه وخت به په دایمي شکل یو هیواد ته استول کیږو."

د لومړي ځل لپاره په دې کمپ کې مظاهرې په فبروري میاشت کې وروسته له هغه وشوې چې ګمان وشو د لیږد پروسه دریدلې ده او دا کار ددې لامل شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی دې کمپ ته ولاړ او ټولو افغانانو ته یې وویل چې تر اګست میاشتې پورې به انتقال شي.

د متحدو عربي اماراتو یو چارواکي ویلي هیواد یې د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته د متحدو ایالتونو او نورو غربي هیوادونو په استازیتوب په زرګونو تخلیه شویو افغانانو ته موقتي پناه ورکړه.

امریکایي چارواکو څرګنده کړې ټول هغه افغانان به متحدو ایالتونو ته انتقال شي‌ چې پر شرایطو برابر دي او پاتې کسان به دریمو هیوادونو ته ولیږدول شي.

په داسې حال کې چې یو شمیر افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي خو امریکایي چارواکو زیاته کړې هیڅوک به په زور افغانان ته ونه لیږدول شي.

XS
SM
MD
LG