په پاکستان کې هغه لوی شمېر زده کوونکي چې د دغه هېواد په بیلابېلو پوهنتونونو کې په بورسونو زده کړې کوي یا یې بشپړې کړې دي، وايي، په کوربه هېواد کې کارونه نه ورکول کېږي او د افغانستان اوسني حالات د دې جوګه نه چې ورستانه شي.
د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور کې د خيبر طب پوهنتون د څلورم کال يو افغان زده کوونکی ډاکټر عنايت الله مومند چې په علامه اقبال بورس زده کړې کوي، وايي، "نه پوهيږم چې راتلونکی به مې څنګه وي ځکه چې په افغانستان کې کار کول راته ګران ښکاري. "
نوموړي د فبرورۍ په ١٧ ( سلواغه ٢٩ ) امريکا غږ ته وويل، د علامه اقبال بورس زده کوونکو ته د پاکستان د لوړو زده کړو اداره (اېچ اي سي) د دوی د ويزو په ګډون نورې ستونزې هواروي خو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت او د پاکستان د شناختي کارت اداره نادرا د افغان زده کوونکو په اړه پوښتنې ګروږنې کوي نو ځکه يې ويزه د ځنډ ښکار شي.
دی وايي، هغه زده کوونکی چې د بورس پرځای په شخصي لګښت په پاکستان کې زده کړې کوي نو هغوی له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي کله يې پوليس ځوروي او کله يې د ويزې د ځنډېدو له کبله وخت خرابېږي.
مومند وايي، د جمهوريت وخت ښه وو، بهرنيو مؤسسو په افغانستان کې پروژې لرلې او ډېر زلمي يې پر روزګار کړي ول خو د طالبانو په دې دوره کې له پوهنتونونو فارغ شوي زده کوونکي خپل مسلکي کارونو ته ادامه نه شي ور کولې او نه په افغانستان کې بل څه کار کولې شي.
په لاهور پوهنتون کې د بهرينو اړيکو د څانګې يو افغان زده کوونکی او د افغان زلميانو د اتحاديې مشر صفيح الله احمدزی وايي، اوسمهال يې زده کړې ښې روانې دي خو په افغانستان کې پر چارواکو غږ کوي، هغه زده کوونکي چې له پاکستان څخه فارغېږي نو هغوی ته دې کاري فرصتونه برابر کړي.
احمدزي امريکا غږ ته وويل، "له لوړو زده کړو پس لوړ استعداد لرونکي ډيری ځوانان وايي چې دوی له لوړو زده کړو پس هم هېڅ کار روزګار نه لري او دا د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر لوی زيان دی. "
په پلازمېنه اسلام آباد کې د علامه اقبال په بورس پر زده کړو بوخت يو افغان زده کوونکی محمد نبي وايي بايد چې نور بهرني هېوادونه دې هم د افغان زده کوونکو لپاره بورسونه اعلان کړي.
نبي امريکا غږ ته وويل، د طالبانو له راتلو سره د افغانانو په هر ډګر کې تاوان شوی خو د زده کونکو يې زښته ډېر علمي او مسلکي زيان روان دی. نوموړی زیاتوي، یو ډاکټر ځوان پر ځای د دې چې خپل وطن او ټولنې ته ګټه ورسوي، یو پردي هېواد ته پناه وړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د زده کړو څانګې مسول شاهد خان امریکا غږ ته ویلي، دوی د خپل هېواد د بیارغونې لپاره باسواد کهول مهم بولي.
نوموړی زیاتوي، "په اسلام آباد کې زموږ سفير سردار محمد شکيب د محصلينو په دستورو کې زده کوونکو ته ډاډ ور کړی دی چې دا زده کوونکي د افغانستان د بيا رغونې لپاره ډېر مهم دي نو موږ غواړو چې کوم زده کوونکي زده کړې پای ته ورسوي نو د خپل وطن د سوکالۍ په خاطر دې په افغانستان کې خپلې مسلکي دندې روانې و ساتي."
دا مهال د پاکستان دولت په بورسونو د طب، کمپيوټر ساینس، سافټوېير انجينيرنګ، او د نړيوالو اړيکو څانګه کې په سلګونه افغانان زده کړې کوي.
فورم \ دبحث خونه