د لاس رسي وړ اتصالات

د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو؛ ګوتېرش یې د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه بولي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز دوییمې کلیزې د رسیدلو پر مهال دا بندیز د بشري حقونو څخه یو جدي سرغړونه بللې ده.

د دوشنبې په ورځ سپټمبر۱۸ ( وږي ۲۷) په افغانستان کې د طالبانو له خوا په منځنو ښوونځیو او لیسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د لګولو څخه دوه کاله پوره شو.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په دې مناسبت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه باندې لیکلي: "دا ( نجونو د زده کړو بندیز) د بشري حقونو څخه یو نه توجیه کیدونکی سرغړونه ده چې ټول هیواد ته به د اوږدې مودې زیانونه ولري."

ګوتیرش ویلي چې ښوونځي د نجونو پورې اړه لري او باید- د طالبانو حکومت ـ هغوی ته ښوونځیو ته د ستنیدلو اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت دوه کاله دمخه په همدې ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې تر امرثاني پورې بندې دي.

که څه د طالبانو مشرانو په پرله پسې ډول ویلي، چې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو د زده کړو د بیرته پیلیدو لپاره په یوه کړنلار باندې کارکوي، خو ددوو کلنو په تیریدو تراوسه ددغسې یوې کړنلارې په ترتیبولو باندې د طالبانو حکومت بریالی شوی نه دی.

د اضطراري حالاتو او اوږدو بحرانونو لپاره د ملګروملتونو د زده کړو نړیوال صندوق" زده کړې نشي کیدلی، چې وځنډیږي" په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومت څخه د نجونو پر زده کړو د بندیز د لغوه کولو غوښتنې کړي دي.

ددغه صندوق اجرایې ریئسې یاسمین شریف په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت کولی شي، چې ددې ډاډ په ترلاسه کولو سره، چې افغانستان کې هره نجلې کولی شي باکفیته زده کړو ته لاس رسی ولري او د خپل جنګ ځپلې هیواد په بیا ابادولو کې ونډه واخلي ددغه هیواد رنځیدلو اوسیدونکو لپاره یو سم کار ترسره کړي.

میرمن شریف وویل: "په مجموعي ډول ښوونځیو ته د تللو عمر لرونکو نجونو ۸۰ فیصده یې له زده کړو پاتې دي، یعنی ۲.۵ میلیونه نجونې د امنیت، حفاظت او زده کړو له فرصت څخه محرومې دي، دا د انسانانو ذاتي حق دی."

د میرمن شریف د وینا له مخې د ملګرو ملتونو دا صندوق د افغان نجونو ترڅنګ چې په ډیره زړورتیا یې د زده کړو له حق څخه خپل غږ اوچتوي ولاړ دی.

ددې سربیره د اضطراري حالاتو او اوږدو بحرانونو لپاره د ملګروملتونو د زده کړو نړیوال صندوق" زده کړې نشي کیدلی، چې وځنډیږي" د افغانستان په لیرې پرتو محرومو سیمو کې د پوهنې له بهیر ملاتړ هم کوي.

طالبان په تیرو څه باندې دوو کلنو کې، چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز لګولو سربیره پر ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول نور بندیزونه هم لګولي، چې له امله یې ښځې او نجونې په ټولنه کې څنډې ته شوي دي.

طالبانو په پوهنتونونوکې د ښځو او نجونو په زده کړو هم تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې بندیز لګولی او د څو دولتي ادارو پرته یې په دولتي ‎او غیر دولتي اود ملګروملتونو په ادارو کې د افغان میرمنو په کار بندیز لګولی دی.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو ویلي، چې د افغان میرمنو او نجونو شرعي حقونو ته ژمن دي. تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل، چې د طالبانو حکومت ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو زیاته یې کړه، چې په دې برخه کې باید له بیړې کار وانخیستل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG