په لندن کې مېشت د "مریلبون امسي سي" کرکټ کلب د جمعې په ورځ، جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۲مه) د کډوالو د کرکټ نړیوال صندوق د پرانیستلو خبر ورکړ.
ددغه کلب د معلوماتو له مخې، په بهر کې د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې، لوبغاړي به لومړني کسان وي چې د دې صندوق له مالي ملاتړ څخه برخمنه کیږي.
د ۲۰۲۱ کم کال په اګست میاشتې کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، د سپورټ او زده کړو په برخه کې د سختو محدودیتونو له امله سلګونه افغان ورزشکارې مجبوره شوې خپل هېواد پرېږدي.
د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې زیاتره غړي چې استرالیا ته کډوالې شوي، د پنجشنبې په ورځ په ملبورن ښار کې د لومړي ځل لپاره د يوې خېریه لوبې د ترسره کولو لپاره سره راټولې شوې وې.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته دا لومړی ځل و چې دغه افغانې لوبغاړې د کرکټ میدان ته ښکته او له بلې لوبډلې سره یې سیالي وکړه.
د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله هیله لري چې په ملبورن کې د بې سرحده کرکټ د ښځو له لوبډلې سره د دوی دا سیالي نړیوالو رسمي لوبو ته د دوی لاره برابره کړي.
د "مریلبون امسي سي" کرکټ کلب د معلوماتو له مخې، د دوی د نوي کمپاین تمرکز د "Pitch Our Future" پروګرام لپاره د مالي ملاتړ راټولول دي. دا پروګرام چې استرالیا یې مشري کوي، په بهر کې د افغانستان د ښځو د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د تمریني اسانتیاوو او زدهکړو فرصتونه برابروي.
همدارنګه ددغه صندوق لومړنی هدف د یو میلیون پونډو (څه باندې ۱.۲ میلیونه ډالرو) راټولول دي، چې د انګلستان او وېلز د کرکټ بورډ، سوداګرو، دولتي مرستو او نورو نړیوالو بورډونو د ونډو له لارې به تمویل شي.
د "مریلبون امسي سي" کرکټ کلب د لندن د لارډز کرکټ لوبغالي مالک دی.
د "مریلبون امسي سي" کرکټ کلب سکرټر، راب لینچ، د کډوالو لپاره د نوي نړیوال صندوق پرانیستل یو مهم او مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا کار ښيي کرکټ څنګه د مثبتو او ارزښتناکو فعالیتونو لپاره کارول کېدای شي.
په ورته وخت کې د انګلستان د کرکټ بورډ اجرائیوي مرستیالې او د انګلستان د ښځو د لوبډلې پخوانۍ کپتانې، کلیر کانر وویل: "د کرکټ ټولنه باید د زړورو افغان میرمنو د ملاتړ لپاره لاس په کار شي تر څو دا هیله ژوندۍ وساتو چې کرکټ د هرې ښځې او نجلۍ لوبه کېدلی شي."
فورم \ دبحث خونه