د لاس رسي وړ اتصالات

 
د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې لوبه وبایلله

د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې لوبه وبایلله


د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله
د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله

د بې سرحده کرکټ د ښځو لوبډلې د پنچشنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغه ۱۱) په استرالیا کې د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا تمریني لوبه د استرالیا د میلبون په ښار کې وشوه.

د افغانستان د ښځو لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان په لوبغاړو کې شازیې ځاځۍ تر ټولو ډېرې ۴۰ او نیلاب ستانکزۍ ۱۳ منډې وکړې.

د بې سرحد کرکټ لوبډلې دا هدف په ۱۹.۲ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان لوبغاړو کې فریبا هوتګ، شبنم احسان او شفیقې نورزۍ یوه-یوه لوبغاړې وسوځولې.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته دا لومړی ځل و چې دغه افغانې لوبغاړې د کرکټ میدان ته ښکته او له بلې لوبډلې سره یې سیالي وکړه.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښخو ورزش، تر شپږم ټولګي ورپورته د ښځو تعلیم، کار، سیاسي او نور مشارکتونه بند کړي‌او په ښځو یې کلک بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان د ښځو د کرکت دغه لوبغاړې کابل ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته له افغانستان څخه ووتلې او اکثریت یې په استرالیا کې دي او هلته کرکټ کوي.

ځینې نورې یې په بریتانیا او کاناډا کې دي. د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله هیله لري چې د بې سرحده کرکټ د ښځو له لوبډلې سره د دوی دا سیالي نړیوالو رسمي لوبو ته د دوی لاره برابره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۱۹ کال کې د ښځو لوبډله جوړه کړه او شاوخوا ۲۵ لوبغاړو ته یې قراردادونه ورکړل او پلان یې لره چې دا لوبډله بهر ته د سیالیو لپاره واستوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG