د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ایران د ولسې مظاهرو په ملاتړ د ښځو مظاهره؛ طالبانو یې مخه نیولې


ارشیف
ارشیف

کابل کې یو شمیر ښځو په ایران کې د روانو مظاهرو په ملاتړ د ایران سفارت مخ ته د داعتراض په توګه راټولې شوې وې خود طالبانو امنیتي ساتوونکو هوایي ډزې کړي او د مظاهره چیانو مخه یې نیولې ده.

د ښځو د حقونو دغو فعالانو چې شمیر یې شاوخوا ۳۰ تنو ته رسیده د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۲۹ ( تلې ۷) د ایران سفارت مخ ته مخکې له دې چې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا یې مخه ونیول شي د ایران د پولیسو په بند کې د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې د " ښځې، ژوند او ازادۍ" شعارونه ورکړل.

د ایران د پولیسو په بند کې دوه اونۍ دمخه یوه ځوانه ۲۲ کلنه ایرانۍ مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې دا دویمه اونۍ ده چې په دغه هېواد کې پراخې مظاهرې روانې دي.

کابل کې ښځینه لاریون کوونکو په شعارونو کې چې له ځان سره یې لیږدول لیکلي و.

" ایران راپورته شو اوس زمونږ وار دی". " له کابل څخه تر ایرانه دیکتاتورۍ ته نه ووایه". " ښکلې مهسا ستا وینه زمونږ لار او زمونږ لپاره الهام دی".

دغو مظاهره چیانو ویل چې د ایران د خلکو په څیر اسارت نه غواړي او د طالبانو له خوا پر ښځو د لګیدلو بندیزونو پر وړاندې به افغانستان کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د عیني شاهدانو د وینا له مخې د طالبانو امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو څخه د کاغذ پرمخ دا لیکلي شعارونه راټول او د څیرولو وروسته یې د لاریون کوونکو مخې ته واچول.

په کابل کې مهسا امیني د وژل کیدو په غبرګون کې دا لومړی ځل دی چې په کابل کې میرمنې مظاهره کوي.

دمخه د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر افغان کارونکو د مهسا امیني وژل غندلي و او په ایران کې د روانو مظاهرو ملاتړ یې کړی و.

افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته له یو کال څخه زیاته موده کیږي چې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي او هم طالبانو حکومت ښځې په دولتي دفترونو کې له کار څخه منع کړي دي.

افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالینو تراوسه د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د طالبانو له خوا ددغو لګیدلو محدودیتونو په وړاندې لاریونونه کړي دي. خو تراوسه د طالبانو حکومت د هغوی غوښتني نه دي منلي.

XS
SM
MD
LG