د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ښځو د " مس ريسلینګ" سیالي وشوه


کابل کې د "مس رستلینګ" سیالۍ
کابل کې د "مس رستلینګ" سیالۍ

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د "مس ریسلینګ" سیالي وشوه.

د "مس ریسلینګ" فدراسیون چې تازه یې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی دی، د دغو سیالیو له لارې ۱۵ نجونې د افغانستان ملي لوبډلې ته غوره کړې.

د ښځو " مس ریسلینګ" سیالۍ د لومړي ځل لپاره د لسګونو ښځینه ورزشکارانو په ګډون د یکشنبې په ورځ (اپریل۷) په کابل کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې لسګونو ښځو د کابل ښار له مختلفو کلپونو څخه ګډون کړی وو چې په نتیجه کې یې ۱۵ غوره لوبغاړو د افغانستان د مس ریسلینګ ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه.

په کابل کې د ښځو د "مس رسلینګ" سیالۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00

د دغو سیالیو یوې ګډونوالې امریکا غږ ته وویل "زما نوم سکینه عزیزي ده او د دې بازۍ ګډون‌کوونکې یم، دا داسې بازي ده، چې هرڅوک په کې ګډون کولی شي، که څوک په حجاب کې وي او که بل هر رقم لباس کې وي دا بازي اجرا کولی شي او موږ غواړو نجونې راشي، دوی باید ورزش وکړي، مسابقې باید ورکړي او وطن ته مډالونه راوړي."

همدغه راز یوې بلې ګډونوالې وویل"نوم مې راضیتا ابدالي دی او د فټنس او جمناستیک په رشتو کې کار کوم، نن مې د لومړي ځل لپاره د (مس ریسلینګ) سیالۍ درلوده، ډیره خوشحاله یم، سیالي مې وګټله."

دا لومړی ځل دی، چې د ښځو د مس ریستلینګ سیالۍ په افغانستان کې ترسره کیږي او د دغې لوبې د ودې لپاره د المپیک ملي کمیټې د بدني روزنې په چوکاټ کې یو فدراسیون تازه په کار پیل کړی دی.

د یادو سیالیو له لارې پنځلس نجونې د افغانستان ملي لوبډلې ته غوره شوې.

د دغه فدراسیون رئیس نورالهدا راستین شیرزاد امریکا غږ ته وویل، چې اوس یې یواځې په کابل کې د ښځینه لوبغاړو د موندلو لپاره دا پروګرام جوړ کړی او په راتلونکې کې به د سیالیو دا لړۍ ولایتونو ته هم وغځوي.

ښاغلي شیرزاد وویل "دا سیالۍ موږ د دې لوبې د ودې لپاره جوړې کړي دي، او همدا شان د دې لپاره چې موږ بهرنۍ سیالۍ په مخ کې لرو او وشو کولی چې د دوی له ډلې یوه ښه لوبډله انتخاب کړو او دوی په قرنطین کې ونیسو او له بهرنیو سیالیو نتیجه ولرو."

هغه زیاته کړه، چې تیره اونۍ یې د دې سیالۍ یې معرفي کولو لپاره د نارینه لوبغاړو لپاره هم یو پروګرام جوړ کړی وو، چې په کې د کابل ولایت لسګونو لوبغاړو ګډون درلود.

د هغه پر وینا، ژر به د مس ریسلینګ د نارینه ملي لوبډلې د انتخابولو لپاره هم په کابل کې ورته سیالۍ ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG