د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان څه باندې ۱۳ زره ښځینه لوبغاړې لري


د المپیک د ملي‌کمیتې مشر وايي تمه ده چې تر راتلونکو پنځو کلنو پورې د ښځینه لوبغاړو شمیر د هلکانو له شمیر سره برابر کړي.
د المپیک د ملي‌کمیتې مشر وايي تمه ده چې تر راتلونکو پنځو کلنو پورې د ښځینه لوبغاړو شمیر د هلکانو له شمیر سره برابر کړي.

په افغانستان کې د ښځینه لوبغاړو د پرمختګ او د هغوی ستونزو ته د حل لارې د موندلو په مخه په کابل کې د ورزش او ښځو په نوم لومړنی ملي کنفرانس نن جوړ شو.

دا په داسې حال کې دي چې اوس مهال په افغانستان کې په څلرویشتو ورزشي برخو کې ۱۳۰۳۰ ښځینه لوبغاړې په ورزش بوختې دي.

د افغانستان د ورزش د برخې چارواکي وايي چې له دې ډلې څخه ۸۵۳ نجونې د ځوانانو او نويو ځوانانو د ملي لوبډلو غړیتوب لري.

په داسې وخت کې چې اوس مهال په ټول افغانستان کې نږدې یو میلون کسان په بیلابیلو برخو کې ورزش کوي، د افغانستان د المپيک ملي کمیټه وايي چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په پام کې لري چې د ښځو ونډه په ورزش کې له هلکانو سره یو برابر کړي.

په کابل کې د افغان نجونو د والیبال د ورزش یوه لوبه
په کابل کې د افغان نجونو د والیبال د ورزش یوه لوبه

د افغانستان د المپیک د مليکمیتې مشر فهیم هاشمي وايي تمه ده چې تر راتلونکو پنځو کلنو د ښځینه لوبغاړو شمیر د هلکانو شته شمیرې ته ورسوي.

فهیم هاشمي وايي "له جنثیتی پلوه د ښځینه لوبغاړو د ونډې زیاتول زموږ له مهم اهدافو څخه دي."

په دغه کنفرانس کې د څلور دیرشو ولایتونو ښځینه لوبغاړو او استازیو ګډون کړی دی چې د دوو ورځو په ترڅ کې به د ورزش په پرمختګ او ستونزو ته د حل لارو په موندلو کار وکړي، خو د یو شمیر گډون کوونکو په اند په دغه کنفرانس کې چې د نجونو د پرمختګ لپاره ترسره شو د افغانستان د ولسي جرګې یوې ښځینه غړې هم پکې ګډون نه و کړی.

د افغانستان د المپيک ملي کمیټه وايي چې لومړۍ میرمنې رولا غني ته یې هم بلنه ورکړې وه خو د هغې د ناستې ځای هم تش و.

له دې ټولو سره سره د افغانستان د ورزش د برخې چارواکي وايي چې خپلو هڅو ته به دوام ورکړي.

افغان نجونې هم په کابل کې د ښځینه لوبغاړو لپاره د لومړنيکنفرانس له جوړیدو هرکلی کوي او وايي چې باید ښځینه لوبغاړو ته د مشرۍ په برخه کې ونډه ورکړل شي.

صدیقه نورستاني چې د غره ختلو د فدراسیون مشره ده وايي چې له دوه زره او پنځم میلادي کال څخه راپدېخوا یې ورزش ته مخه کړې ده " که موږ په هر فدراسیون یک یوه ښځینه لوبغاړې لرو هرومرو روزنکی نه لري. په فدراسیون کې فعاله ونډه نه لري، نجونو ته باید په رهبرۍ کې ونډه ورکړل شي تر څو له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي."

د افغانستان د ښځینه لوبغاړو د لومړني سرتاسري کنفرانس رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

خو په افغانستان کې د ښځینه لوبغاړو پر وړاندې ستونزې هم شته، آغلې نورستانۍ په دې هکله وایي تر ټولو مهمه ننګونه د تاوتریخوالی شتون دی. د هغې په وینا داسې کسان هم شته چې هڅې کوي د نجونو مخه ډبه کړي.

بله خوا په لېرو پرتو ولایتونو کې ښځینه لوبغاړې وايي چې دوی سره د مور او میرې چلند کیږي او لکه څنګه چې لازمه ده ورزشي میدانونه او مسلکي روزنکي په واک کې نه لري.

حمیده چې له کندهار ولایت څخه راغلې ده وايي چې په کندهار کې چې یو مرکزي ولایت دی نجونې د ورزش په برخه کې ښې آسانتیاوې په واک کې نه لري "له مرکز څخه کومه خاصه توجه نشته موږ هلته په خوله خوښه کار کوو."

په کابل کې د ښځو او لوبغاړو لومړنی کنفرانس په داسې وخت کې جوړیږي چې د ۱۳۸۲ لمریز ال څخه راپدیخوا افغان نجونو په ګڼو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی دی چې تر اوسه یې ۱۸۴ بیلابیل مډالونه خپل هیواد ته ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG