د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار کروندگر د کوکنارو د بدیل نه راضي نه دي


A poppy field in Afghanistan.
A poppy field in Afghanistan.

د ننګرهار د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي په دغه ولایت کې یې د تېرو دوه کلونو راپدېخوا د نژدې شل ملیون ډالرو په ارزښت پروژې پلي کړي او څه یې تر کار لاندې دي.

دا په داسې حال کې دي چې بزگران وايي، فارمونه او د شنو خونو پروژې هغه چاته ورکړل شوي چې له چارواکو سره راشه درشه لري. دوی ګواښ کوي چې که د دوی لپاره نورې پروژې پلي نه شي بیا د کوکنارو کر کیلې ته مخه کړي.

خو د ننګرهار د نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې رئیس محمد ادریس ساپي امریکا غږ ته وویل له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې د "کارډي ایف" او "جي پي ای" پروژو له لارې په لسګونه د چرګانو فارمونه او ګڼې شنې خونې هم جوړې کړي دي.

نوموړی وايي اکثره پروژې یې، په بهسود، کامې، سره رود، پچیراګام، چپرهار او مومندرې ولسوالیو کې پلي کړي او څه تر کار لاندې دي.

د کوکنارو د بدیل لپاره دغه پروژې اکثر یې، د "ګرین هاوسونو" یا شنو خونو، ځینې یې د کروندو لپاره د سربندونو او یو شمېر نور یې د چرګانو د فارمونو په برخه کې دي.

ښاغلی ساپی وايي د اچین، شېرزادو او خوګیاڼو ولسوالیو ته هم خپلې پروژې غزوي او په بېلابېلو برخو کې به بزګرو ته د کوکنارو د مخنیوي لپاره پروژې پلي کړي.

د ننګرهار د کرهڼې رئیس محمد الله نذیر وايي ددغه ولایت د اکثرو ولسوالیو لپاره سږکال د کرهڼی وزارت او همکارو موسیساتو پر مټ ګڼې پروژې تر کار لاندې لري.

نوموړی وايي چې د شنو خونو د جوړونې لړۍ نورو ولسوالیو ته هم غزوي او بزګرو ته یې د داسې پروژو د پلي کېدو هوډ کړی تر څو د کوکنارو کښت ته ښه بدیل ووسي.

خو په ولسوالیو کې بزګر وايي دوی ته دولت داسې پروژې ندي پلي کړي، چې د ټولو بزګرو د درد دوا شي.

هغوی وايي فارمونه هم حقدارو بزګرو ته ندي رسیدلي او هغه چاته د شنو خونو پروژه ورکړل شوې، چې له چارواکو سره راشه درشه لري.

بزگران ګواښ کوي، که دولت یې ژوند ته پام ونه کړي نو بیا ځلې به د کوکنارو کر کیلې ته مخه کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د یوې سروی له مخې تېر کال په ننګرهار کې یواځې په ۱۷ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، چې ددې جملې څخه حکومت یواځې په درې سوه هکټاره ځمکه کې کرل شوي کوکنار بېرته اړولي وو.

XS
SM
MD
LG