د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې په یو وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي- پولیس


پولیس وايي لا د دغه برید په تړاو یې څوک نه دي نیولی.
پولیس وايي لا د دغه برید په تړاو یې څوک نه دي نیولی.

په متحدو ایالتونو کې مقامات وايي چې د الاباما په ایالت کې په یو وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.

دا پېښه د دغه ایالت د برمنګهم په ښار کې شوې ده. پولیس وایي‌ برید د شنبې په شپې ناوخته شوی.

پولیس وايي چې درې تنه، چې یوه یې ښځه ده، د برید به ځای کې وژل شوي‌ او یو بل کس روغتون ته له انتقال کېدو وروسته ساه ورکړې ده.

چارواکو لا د دغه برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په تړاو څوک نیول شويدي. خو چارواکي وايي ښايي په دې برید کې تر یو کس زیات دخېل وي.

دا پېښه د مګنولیا په سړک کې شوې ده، دغلته تفریحي ځایونه، رستورانتونه او مۍ خانې دی.

په متحدو ایالتونو کې وسله وال بریدونه یوه لویه ستونزه بلل کېږي چې هر کال په کې زرګونه کسان وژل کېږي.

د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس چې په امریکا کې د وسلو سره تړلې اړوندې پېښې د وژل شویو کسانو شمېر ثبتوي، وايي چې د روان کال د جنورۍ له میاشتې د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې بورې ۱۲۴۱۹ کسان په دا ډول پېښو کې وژل شوي دي.

همدغه راز ۲۳۷۴۲ نور کسان ژوبل شوي دي. دا ارشیف وايي چې په دوی کې یې اکثریت پېښې د ځان وژنې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG