د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوالې شورا د زمبابوې غړیتوب وځنډوه


د کرکټ نړیواله شورا وايي د زمبابوې د کرکټ په چارو کې سیاسي مداخلې وې
د کرکټ نړیواله شورا وايي د زمبابوې د کرکټ په چارو کې سیاسي مداخلې وې

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په خپلې تازه پرېکړې کې د حکومت د سیاسي مداخلو له کبله په دغې شورا کې د زمبابوې غړیتوب وځنډوه.

دا پرېکړه سره له اوسه عملي کیږي او له دې وروسته د زمبابوې هېڅ یو لوبغاړی اجازه نلري چې د کرکټ د نړیوالې شورا په لوبو او سیالیو کې ولوبیږي. همدغه راز د کرکټ نړیوالې شورا پر زمبابوې باندې ټولې مالي مرستې او بودیجه هم بنده کړه.

له دې پرېکړې وروسته به د دغه هېواد د کرکت بورډ استازي د شورا په غونډو کې هم برخه نشي اخیستلې او نړیوالې لوبې هم نشي کولی.

د آی سي سي په اعلامیې کې راغلي دي چې د زمبابوې کرکټ بورډ د دغې شورا د اساسي قانون دویمه ماده پښو لاندې کړې ده.

په دغې مادې کې راغلي چې باید د غړو هېوادونو کرکټ بورډونه د کرکټ د تنظیم او ادارې لپاره عادلانه او ازادي ټاکنې وکړي او د بورډ په اداري چارو کې باید د حکومتونو مداخله نه وي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي دا پرېکړه یې د زمبابوې د کرکټ بورډ او حکومت د چارواکو سره له ملاقات او خبرو ورسته کړې ده.

د شورا مشر شاشنګ مانوهار وویل "موږ په اسانۍ سره د کوم هېواد غړيتوب نه ځنډو، مګر باید سپورټ له سیاسي مداخلو څخه پاک وساتو. په زمبابوې کې چې څه شوي، په ښکاره د کرکټ د نړیوالې شورا د اساسي قانون خلاف دي او موږ دا کار له پامه نشو غورځولی. شورا غواړي چې په زمبابوې کې کرکټ د دغې شورا د اساسي قانون په اساس وشي."

آی سي سي وايي چې څو میاشتې وروسته به په زمبابوې کې د کرکټ اړوندې چارې وارزوي او حالت ته په کتو به یې په اړه پرېکړه کوي.

زمبابوې یو مهال ډېر غښتلی ټیم درلوده چې آن په نړیوال جام کې نیمه پایلوبو ته هم وتلی و.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG