د لاس رسي وړ اتصالات

داعش کابل کې د عاشورا پر ویر کوونکو د برید مسولیت ومانه


په کابل کې هر کال د محرم په لسمه زرگونه شیعه گان په ځانگړو سیمو کې د عزاداری مراسم ترسره کوي.
په کابل کې هر کال د محرم په لسمه زرگونه شیعه گان په ځانگړو سیمو کې د عزاداری مراسم ترسره کوي.

تیره شپه د کابل ښار په کارته سخي زیارت کې د عاشورا د مراسمو پر ماتم‌کوونکو برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز له قوله داعش د دغه برید مسولیت منلی دی. داعش پر انټرنټ یوې خپرې شوې اعلامیې کې دعوه کړې ده چې برید ددوی کسانو کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند وحیدالله مجروح امریکا غږ ته وویل، چې دا شمیر وژل شوي او ټپيان یوازې د کابل امبولانس د پېښې له ځای څخه د دغه وزارت اړوندو روغتونونو ته لیږدولي دي.

ښاغلي مجروح وویل ممکن د تلفاتو شمیر له دې هم لوړ وي او زیاته یې کړه، چې د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ به د تیرې شپې په برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې وروستۍ شمیرې په ډاګه شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند د خپل ټويټر په پاڼه کې لیکلي چې په دغه برید کې یو بریدګر د پولیسو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د کابل د پولیسو د جنايي جرمونو سره د مبارزې رئيس فریدون عابدي امریکا غږ ته وویل، له دغه برید یو ساعت وروسته یو بل ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د کارته چهار په سیمه کې د چهاریار په نوم د سُني مذهبو یو جومات ته ننوتلی وو، چې د پولیسو له خوا ووژل شو.

جنرال عابدي وویل، چې د چهاریار جومات په پېښه کې بل چا ته زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان جمهور رئیس او اجرائيه رئيس دواړو په جلا جلا بیانونو کې د کارته سخي په زیارت کې د عاشورا د مراسمو پر ماتم‌کوونکو برید په سختو ټکو غندلی دی.

تر اوسه د دغو بریدونو مسؤولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو لنډ پیغام کې چې په خپل ټویټر پاڼه کې یې خپور کړی ویلي، چې دا برید د دغې ډلې وسله‌والو پورې اړه نه لري.

ذبیح‌الله مجاهد په دغه پیغام کې لیکلي "نن شپه دکابل په کارته سخي سیمه کې په زیارت کونکو باندې برید زموږ پورې هيڅ تړاوو نه لري، په عامو خلکو برید موږ سخت متأثره کړي یو".

نن د محرم‌الحرام لسمه ورځ ده، چې په افغانستان او د نړۍ نورو هیوادونو کې د ځانګړو مذهبي مراسمو په لړ کې یې لمانځنه کيږي.

دا ورځ په افغانستان کې عامه رخصتي وي.

پخواني معلومات

امنیتي چارواکې وایي د کابل په کارته سخي کې نن ماښام ۷:۳۰ بجې د محرم په مراسمو کې وسله والو کسانو ډزې کړې دي. غیر رسمي منابع وايي دوه انتحاري چاودنې شوي او برید کوونکو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.

د روغتیا وزارت یو بل ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکاغږ ته وویل چې تر اوسه ټول پنځه کسان وژل شوې دي او ٣٦ ټپیان دي چې ١٦ یې مېرمنې دي.

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت بل ویاند محمد اسماعیل کاوسي ویلي و چې اتلس ټپیان د کابل بیلابیلو روغتونونو ته وړل شوې دي خو ښایی د مرگ او ژوبلې شمېر لوړ شي.

د کورنیو چارو ویاند صدیق صدیقي وایي یو برید کوونکی وژل شوی او د ښایي نور هم وي چې پلټنه یې کیږي.

د گواښونو خبرداری

د افغانستان شیعه وګړي په داسې حال کې د حضرت امام حسین د شهادت ورځ لمانځې چې امنیتي چارواکو د احتمالي بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د دینی چارو مسولینو د اکتوبر دولسمه د چهارشنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده خو په کابل کې دغه ورځ د محرم په نهمه یعنې نن د سه شنبې په ورځ هم ولمانځل شوه.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد وایي چې د کابل د ښار د امنیت او د ماتم کوونکو د خوندیتوب په اړه یې یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د وزارت مرستیال زیاتوي "عزاداران به خپل مراسم د هغو مقراراتو له مخې ترسره کړي چې د اړونده کمیسون او د حج او اوقافو وزارت له خوا تصویب شوې دي."

عاشورا په کربلا کې د حضرت امام حسین د شهادت ورځ ده او د هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه ورځ لمانځل کیږي.

د کابل ګارنیزون قوماندان ګل نبي احمدزی د امنیتي تهدیداتو په رڼا کې وایی چې د محرم باید په متواضح ډول ولمانځل شي. هغه زیاتوي "ګواښونو او ستونزو ته په کتو سره چې مونږ ورسره مخامخ یو، باید هڅه وکړو چې حالات نورمال وساتو.

حضرت امام حسن د خپلو دوه اویا ملګرو او کورنۍ له غړو سره یو ځای د کربلا په جګړه کې شهید شوی و.

د اسلامي دولت ډله شیعه ګان مرتد ګڼي او په عراق او سوریه کې یې د هغوی پر جوماتونو او عامه غونډو ډېر بریدونه کړې دي.

کابل: په ٢٠١١ کال کې د محرم په مراسمو کې چاودنه وشوه چې لسگونه کسان په کې ووژل شول.
کابل: په ٢٠١١ کال کې د محرم په مراسمو کې چاودنه وشوه چې لسگونه کسان په کې ووژل شول.

ددې گواښونو په اړه د کابل یو شیعه اوسیدونکی محمد حسین وایي چې هیڅوک یې نه شي ډارولی. " هغوی نه شي کولی چې د عزادارانو مورال راټیت کړې، ځکه چې دا سمه لاره ده. حتی که مونږ په دغه لاره کې شهید هم شو، همدا به سمه لاره وي".

شیعه ګان د افغانستان په ٣٠ میلیونه وګړو کې پنځلس سلنه دي او زیاتره یې په قومې لحاظ هزاره ګان دي.

د کابل یو بل شیعه اوسیدونکی سید علي وایي "زمونږ هیله داده چې زمونږ حکومت او سرتیري به د عاشورا په ورځ او نورو ورځو کې د هر ډول پیښو او بې امنیتیو مخه ونیسي."

شیعه ګان په دې نظر دي چې د حضرت امام حسین پلار حضرت علي د اسلام د پیغمر له وفات څخه وروسته د خلافت د مشرۍ مستحق و خو د دوی په اند له هغه سره بې انصافي شوې وه.

په کربلا کې د امام حسین شهادت د اسلام د شیعه او سني ډلو ترمنځ د درز په زیاتولو کې هم مهم نقش لوبولی دی.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG