د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د اسیا اتلې لوبډلې سرېلنکا ته ماتې ورکړه


دا لومړی ځل دی چې افغانستان سرېلنکا ته په کرکټ کې ماتې ورکوي
دا لومړی ځل دی چې افغانستان سرېلنکا ته په کرکټ کې ماتې ورکوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ سیالۍ سرېلنکا ته په ماتې ورکولو پیل کړې.

په ابوظبۍ کې د دوشنبې د ورځې (سپتمبر۱۷) په لوبې کې افغانستان سرېلنکا ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه. خو د سرېلنکا ټوله لوبډله په ۴۲ اورونو کې ۱۵۸ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

د افغانستان د سر لوبغاړو محمد شهزاد محمدي او احسان جنت ښه پیل وکړ او په ګډه یې د څه باندې ۵۰ منډو ملګرتیا وکړه. د دوې تر سوځېد وروسته رحمت شاه او حشمت شهیدي د څه باندې ۶۰ منډو ملګرتیا وکړه او د سرېلنکا لپاره یې یو ښه هدف وټاکه.

محمد شهزاد ۳۴، احسان جنت ۴۵، رحمت شاه ۷۲ او حشمت الله شهیدي ۳۷ منډې وکړې. په افغان بالرانو کې راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن او ګلبدین نایب دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان سرېلنکا ته په کرکټ کې ماتې ورکوي. سرېلنکا څو وارې د اسیا کپ اتلولي ګټلې دي او همدغه راز د ۲۰ اورونو او یوې ورځنیو نړیوالو لوبو اتلولۍ یې هم ګټلې دي.

سرېلنکا په روانو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه پر بنګله دېش بایللې وه او په دې ماتې سره له سیالیو څخه ووتله. د افغانستان دویمه لوبه د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر۲۰) له بنګله دېش سره ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG