د لاس رسي وړ اتصالات

چمپینز ټرافي؛ افغانستان انګلنډ ته ماتې ورکړه


 ابراهیم ځدران وتوانېد چې په ۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې وکړي.
ابراهیم ځدران وتوانېد چې په ۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې وکړي.

د افغانستان ملي لوبډلې په چمپینز ټرافي کې د انګلنډ لوبډلې ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د پاکستان د لاهور په قذافي لوبغالي‌کې افغانستان د پچې له ګټلو وروسته انګلنډ ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د انګلنډ ټول لوبغاړي په وروستي اوور کې د ۳۱۷ منډو کولو وروسته وسوخېدل او لوبه یې وبایلله.

په دې لوبه کې د افغانستان پرانیستونکی توپ وهونکی رحمت الله ګربز د یوازې شپږو منډو کولو وروسته وسوځېد خو د هغه سره ملګری توپ وهونکی ابراهیم ځدران وتوانېد چې په ۱۴۶ توپونو ۱۷۷ منډې وکړې او ددې لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا د چمپینز ټرافي په تاریخ کې د یو لوبغاړي لخوا په یوه لوبه کې ترټولو زیاتې منډې دي.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۴۱، او کپتان حشمت شهیدي او محمد نبي هر یوه ۴۰ - ۴۰ منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکي جفري ارچه درې لوبغاړي او لیام لوینګسټن دوه لوبغاړي وسوځول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG