د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د سه شنبې په ورځ، فبروري ۲۵ (کب اوومه)، د انګلنډ لوبډلې ته خبرداری ورکړ چې د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د بریاو په څېر افغانستان په چمپینز ټرافي کې د انګلنډ ماتولو ته چمتو دی.
افغانستان او انګلنډ لوبډلو چې دواړو خپلې لومړنۍ لوبې بایللې، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور کې مخامخ کیږي او په ټورنمنټ کې د وړاندې تګ لپاره اړتیا لري چې دغه لوبه وګټي.
انګلنډ د تیر نړیوال جام اتلولي ګټلې وه، خو په هند کې د ۲۰۲۳ په نړیوال جام کې یې د افغانستان په وړاندې د ۶۹ منډو په توپیر ماتې وخوړه. افغانستان په شل اوریزو او یوې ورځنیو لوبو کې ګړندی پرمختګ کړی دی.
د انګلنډ سره د افغانستان د لوبې په درشل کې شهیدي وویل: "موږ تر دې ځایه د رارسېدو لپاره سخت زیار ایستلی دی او چمتو یو چې هره لوبه د یو مثبت ذهنیت سره وکړ."
د افغانستان د لوبډلې کپتان زیاته کړه: "موږ د ۲۰۲۳ په نړیوال جام کې د خپلو بریاوو له کبله جراات لرو. خو سبا یوه نوې ورځ ده او موږ به خپله هڅه وکړو چې دوی [انګلنډ] ته یو ځل بیا ماتې ورکړو."
افغانستان په چمپینز ټرافي کې خپله لومړنۍ لوبه په کراچۍ کې د جنوبي افریقا په خلاف په ۱۰۷ منډو وبایلله.
شهیدي باور څرګند کړ چې د لاهور په قذافي لوبغالي کې د انګلنډ په خلاف لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي به مهم رول ولوبوي.
هغه خبریالانو ته وویل: "زموږ لومړۍ توپ وهنه زموږ د بري چانس زیاتوي. خو په تیر نړیوال جام کې موږ په خپل دوهم بیټینګ کولو سره لوبډلو ته ماتې ورکړه."
شهیدي زیاته کړه: "خو د جنوبي افریقا سره په لوبه کې لوبغالی د ورو توپ په ځای د تیز توپ اچوونکو په ګټه وو. ما هیڅ ورو توپ ونه لید چې تاو شي. نړۍ پوهیږي چې موږ غوره ورو توپ اچوونکي لرو. هیله لرم چې موږ به سبا د خپلو ورو توپ اچوونکو ملاتړ ولرو."
په چمپینز ټرافي کې کومې لوبډلې وړاندې دي؟
د پاکستان په کوربه توب په چمپینز ټرافي کې اته لوبډلې برخه لري. افغانستان په بي ګروپ کې د انګلنډ، جنوبي افریقا او استرالیا سره یوځای دی.
د استرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ په راولپنډۍ کې لوبه د سه شنبې په ورځ د باران له کبله لغوه شوه او هر ټیم یو – یو پواینټ ترلاسه کړ.
په دې توګه استرالیا او جنوبي افریقا، چې خپله لومړنۍ لوبه یې ګټلې، د درې – درې پواینټونو سره د ګروپ په سر کې دي. افغانستان او انګلنډ تراوسه لوبه نده ګټلې او هیڅ پواینټ نلري.
په اې ګروپ کې هند او نیوزیلنډ له څلورو – څلورو پواینټونو سره نیمه پایلوبو ته وتلي او کوربه پاکستان او بنګله دېش له وړاندې تګ څخه پاتې شوي دي.
ددې راپور ځینې معلومات د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه