د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بودیجې ۴۱ سلنه امنیت ته ټاکلې


د افغانستان د راتلونکي کال بودیجه ۳۹۹ میلیارد افغانۍ ده چې تر نیمايي ډیره یې بهرنۍ مرستې دي.

ولسي جرګې د ډسامبر پر ۳۱ د افغانستان د ۱۳۹۸ لمریز کال ملي بودیجه تصویب کړه. د مالیې وزارت د شمیرو له مخې دغه بودیجه ۳۹۹ میلیارد افغانۍ ده چې ۲۷۵ میلیارده یې عادي او ۱۲۴ میلیارده یې پرمختیايي ده.

د بودیجې ۴۹ سلنه د کورنیو سرچینو او ۵۱ سلنه یې د بهرنیو مرستو له لارې تمویلیږي.

په بودیجې کې د حکومت لومړیتوبونو کې امنیت (۴۱ سلنه)، زیربناء(۱۴ سلنه) ، پوهنه(۱۳)، حکومتداري(۹)، کرنه او د کلیو پراختیا(۸ سلنه) شامل دي.

افغانستان څه باندې ۳۴۰ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه لري چې د لګښتونو ډیره برخه یې د امریکا او اروپايي هیوادونو په مرستو برابریږي. افغان حکومت ژمنه کړې چې هر کال به د خپلو پوځي لګښتونو د تمویل کچه له خپلو سرچینو زیاتوي.

XS
SM
MD
LG