د لاس رسي وړ اتصالات

اجرایي رئیس عبدالله وايي د واک انحصار ستونزه نشي حلولی


ښاغلي عبدالله د پروان د نوي والي فضل الدین عیار د پېژندلو په مراسمو کې خبرې کولې
ښاغلي عبدالله د پروان د نوي والي فضل الدین عیار د پېژندلو په مراسمو کې خبرې کولې

د افغانستان د اجرايي ریاست مشر عبدالله عبدالله په غیر مستقیم ډول پر ولسمشر غني نیوکه وکړه.

ښاغلي عبدالله په خپلو تازه څرګندونو کې "د واک په انحصار" نیوکې وکړې او وې وویل "که د خلکوشړل او انحصار روان وساتو، د خلکو غوښتنې له پامه وغورځو، موجوده وېش- پراکندګي- د نورو کار وګڼو او ځان له ټولو ستونزو پاک وبولو، دا د حل لار نه ده."

که څه هم ښاغلي عبدالله د چا نوم وانخیست خو داسې ښکاري چې په غیر مستقیم ډول یې دا نیوکې پر ولسمشر غني کولې. هغه تر ډېره د روانو ستونزو سرچینه د ملي یوالي د حکومت د شوي توافق نه عملي کېدل وبلل او ټینګار یې وکړ چې "که موږ ټولو تړون په پام کې نیولی او عملي کړی وای، نن به د افغانستان د خلکو ستونزې دومره- ډېرې- نه وې."

اجرایي رئیس او ځينو نورو سیاسي مخالفانو په وار وار ولسمشر غني د واک په انحصار تورن کړی دی، خو ارګ دا تورونه بي اساسه ګڼلي دي.

ښاغلي عبدالله چې د پروان د نوي والي فضل الدین عیار د پېژندلو په مراسمو کې یې خبرې کولې دا هم وویل "که ځانونه د ډېرو مسایلو محور او خلک وسیله وګڼو، نتیجه نه ورکوي."

عبدالله عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له ارګ سره د جمعیت اسلامي ګوند اختلافات لا هم حل شوي نه دي، دغه ګوند ځان په حکومت کې ۵۰ سلنه شریک ګڼي.

سره له دې چې ښاغلي عبدالله د بلخ له ولایت څخه د عطا محمد نور د لېرې کېدو په اړه د جمعیت د ګوند د دریځ ننګه ونکړه، خو شک نشته چې د هغه نیوکې به پر جمهوري ریاست فشارونه نور هم ډیر کړي

XS
SM
MD
LG