د لاس رسي وړ اتصالات

ډین جونز: افغانستان د کرکټ یو با ثباته ټیم ته ضرورت لري


ډین جونز د شپږیزې په سیالیو کې نړیوال مبصر و
ډین جونز د شپږیزې په سیالیو کې نړیوال مبصر و

له هانګ کانګ سره د افغانستان د څلور ورځنیو سیالیو روزونکی ډین جونز وايي د افغان لوبغاړو په فزیکي جوړښت- فټنس- باندې باید ډېر کار وشي.

فزیکي فټنس په دې مانا چې لوبغاړي باید روحآ او جسمآ غښتلي وي او د لوبې کولو ډېره شیمه ولري. ډین جونز وايي ده له افغان لوبغاړو سره په دغې برخه کې هره ورځ کار کاوه او افغان لوبغاړي باید له دې پلوه لا غښتلي شي.

هغه وویل افغان لوبغاړي باید خپل غذايي رژیم ته هم پام وکړي، په دې مانا چې باید داسې خواړه ونخوري چې وزن یې زیات او صحت یې ته زیانمن شي.

ده همدغه رازد افغانستان د لوبډلې په ترکیب هم خبرې وکړې او وویل "افغانستان یوه باثباته لوبډلې ته اړتیا لري، داسې لوبډله نه چې هره ورځ بدله شي".

هغه وویل فکر نکوي چې په راتلونکو دوه دریو میاشتو کې دې په لوبډلې کې کوم تغیر راشي، خو وویل که کوم لوبغاړی زخمي او یا لوبه ونشي کړې، دوه درې داسې لوبغاړي شته چې د هغوې په ځای لوبه کولی شي. خو، هغه د کوم مشخص لوبغاړي نوم وانخیست.

ده په میدان کې د لوبډلې پلانینګ او فیلډینګ ته هم اشاره وکړه "دوی- افغان لوبغاړي- باید د لوبې پلان ښه کړي، دوې باید پوه شي چې څوک په سليپ کې ودریږي او څوک توپوهونکي ته نژدې وي.....".

د اسټرالیا دغه مخکني لوبغاړي همدغه راز د افغان لوبغاړو د رواني حالاتو په ښه کېدو هم ټېنګار وکړ "بله مهمه خبره دا ده دوې چې له نورو لوبډلو سره لوبیږي باید د هغوې له نومونو او جامو څخه ونه ډار شي، باید په ځان باور ولري". هغه وویل که دا کار وکړي شاید قوي لوبډلو ته هم ماتې ورکړې.

د افغانستان کرکټ بورډ د ډین جونز د خبرو ویډیو په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې خپره کړې ده. بورډ شاوخوا درې اونۍ مخکې ډین جونز له هانګ کانگ سره څلور ورځنۍ سیالۍ لپاره د لوبډلې روزونکی وټاکه.

ښاغلی جونز د افغانستان د شپږیزې لیګ سیالیو کې نړیوال مبصر هم و چې ټول لوبغاړي او دهغوې لوبې یې له نژدې ولېدلې. کرکټ بورډ ویلي وو له هانګ کانګ سره تر سیالۍ وروسته به په دې فکر وکړي چې د ډین جونز قرارداد وغزوي که نه؟

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG