د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د اصغرستانکزي په ځای کپتان شو


اصغر ستانکزی اپنډیکس شو او د څو ورځو لپاره لوبې نشي کولی
اصغر ستانکزی اپنډیکس شو او د څو ورځو لپاره لوبې نشي کولی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي د اپنډیکس عملیات وکړل او د نړیوال جام د غوراوي په لومړنیو سیالیو کې به نه وي.

د هغه پر ځای راشد خان سرپرست کپټان ټاکل شوی دی. راشد خان د ملي لوبډلې مرستیال دی.

د افغانستان دکرکټ بورډ وايي د اصغر ستانکزي عملیات تېر شول او د اندیښنې وړ کومه خبره نشته. د دوشنبې په شپه په زمبابوې کې د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو په افتتاحیه غونډې ته د اصغر ستانکزي په ځای راشد خان ورغلی و.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به سه شنبې په ورځ د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو د تیاریو په لړ کې د ویسټ انډیز سره تمرینایتي لوبه کوي او د مارچ په څلورمه د غوراوي لومړنۍ رسمي سیالي د سکاټ لینډ سره لري.

د کرکټ د نړیوال جام غوراوي سیالۍ د مارچ تر۲۵ دوام کوي. د دې سیالیو د سر دوه ټیمونه به کال ٢٠١٩ کې کیدونکو پنځوس اوریزو سیالیو ه نړیوال جام کې گډون کوي.

اصغر ستانکزی د کال ٢٠١٥ نړیوال جام نه پس د محمد نبي په ځای د کرکټ د ملي ټیم کپتان غوره شوی و او د ده په مشرۍ افغانستان د کرکټ د ٢٠١٦ د نړیوال جام په شمول په گڼو سیالیو کې گډون کړی او د تیر کال د غوره کپټانانو په ډله کې راغلی و.

د ده په کپټانۍ کې افغانستان ډېرې لوبې ګټلې دي، مګر په توپ وهنه کې د اصغر ستانکزي وړتیا د سختو انتقادونو سره مخ ده چې په تیرو څو پرله پسې سیالیو کې ښه نه دی ځلیدلی.

د کرکټ مینه والو په ټولنیزو رسنیو کې د اصغر ستانکزي د عاجلې روغتیا دپاره نیکې هیلې څرگندې کړیدي.

XS
SM
MD
LG